د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړي او د چين د صدراعظم مرستيال هوانګ جوي د سپتمبر په ٤ نيټه په بيجنګ کې د پاکستان د مسلم ليګ په شمول د پاکستان د هغو هيئتونو سره چې د اسيا د سياسي ګوندونو په دريمه بينالمللي غونډه کې د برخې اخيستنې دپاره چين ته راغلي دي د کتنې په بهير کې وويل د چين او پاکستان د ګوندونو ترمنځ مناسباتو د هيوادونو ترمنځ د روابطو د پرمخبيولو دپاره مهم رول لوبولی دی ، هغه هيله وکړه چې په راتلونکي کې به د دواړو هيوادونو د ګوندونو ترمنځ تبادلې او همکاري په ﻻ ژوره او پراخه توګه انکشاف ومومي ٠ د پاکستان د هيئتونو استازو د کتنې په ترڅ کې وويل د پاکستان خلک ، حکومت او مختلف ګوندونه د چين سره خپلې عنعنوي دوستۍ ته د ډير قدر په سترګه ګوري او نيت لري چې په پوره قوت سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکاري مناسبات نور هم پرمخبوزي
|