<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-05 18:01:29    
سور ميدان

cri


سور ميدان داوسنی روسيی د پايتخت مسکو په مرکز کښی پروت دی او په نړۍ کښی يو ډير مشهور ميدان ګڼل کيږی .په روسی ژبه کښی سور د ښکلا او ښايست معنی لری ،نو سور ميدان ته هم ښکلی او ښايسته ميدان ويل کيږی ،دا ميدان دکريملين ماڼۍ سره نښتی ده او اوږدوالی او پلنوالی يی په جلا جلا توګه شپږ سوو پنځه نوی مترو او يو سل ديرش مترو ته رسيدلی او عمومی مساحت يی نوی زره پنځه ديرش مربع متره دی او دمسکو په تاريخ کښی د ډيرو مهمو تاريخی پيښو شاهد ګڼل کيږی . دروسيی په تاريخ کښی دفيوډالی سلطنت په ضد قيام کوونکی ولسونه څو څو ځله دروسيی له مختلفو ځايونو څخه سور ميدان ته داخل شول .د ١٩١٧ کال د اکتوبر د سوسياليستی انقلاب په وخت کښی د روسيی کارګرانو او سره اردو په دی ميدان کښی د ارتجاعی حکومت له عسکرو سره سخته جګړه وکړه او د کريملين ماڼۍ يی په لاس کښی ونيوه . داکتوبر د انقلاب نه وروسته سور ميدان يو داس ی ځای ګرځيدلی و چه د پخوانی شوروی اتحاد خلکو به پکښی د جشن نمانځنه او نور فعاليتونه کول ،د نظامی قواوو رسم ګذاشت يا پريډ به يی کاوه وکړ او لويی ولسی غونډی به يی جوړوی .د پخوانی شوروی اتحاد دستر مشرفلاديميريليچ لينين مقبره د کريملين ماڼۍ د مخامخ ديوال په منځنی برخه کښی پرته ده چه دغه ديوال هم د سور

ميدان سره نښتی دی . ددغه ديوال او دلينين د مقبری تر منځ يو شمير

مجسمه لرونکی ډبرينی لوحی ځای پرځای شوی چه د پخوانی شوروی اتحاد مړه شوی ګوندی اودولتی مشران لکه ستالين ، بريژنيف ، اندروپوف او داسی نور کسانپکښی ښخ شوی دی .د ستالين مړی د ١٩٥٣ کال د مارچ په نهمه نيټه دلينين په مقبره کښی کيښودل شو ، د ١٩٦١ کال د اکتوبر په ديرشمه نيټه دده مړی لهدی مقبری څخه وايستل شو او دکريملين دديوال او د لنين د مقبری تر څنګ ښخ کړای شو . .