<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-05 19:50:53    
نا مناسبه ډوډۍ خوړل ماشومانو ته زياتي سختې ناوړې نتيجې رسولي شي

cri

 

د چين د تيان جينګ ښار د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې د مرکز مرستياله او ډاکتره ياو يان بين په دی وروستيو ورځو کي دی ته اشاره وکړه چه زياته ډوډۍ خوړل د ماشومانو د ناپوهۍ سبب کيږي ٠ دغه راز زياته ډوډۍ خوړل ماشومانو ته چاغوالی هم رسولي شي او چاغوالی ددوی د بدن سالم حرکات له ستونزو سره مخامخ کوي ، له نورو ماشومانو سره په لوبه کولو باندی يي ناوړه اغيزه کوي او له نورو خلکو سره د تګ راتګ د طاقت د زياتوالي لپاره ګټه نه لري ٠

ډاکترې ياو يان بين وويل چه د ځينو ميندو او پلرونو په نظر ، که ماشوم غواړي چه ډوډۍ وخوري ، نو پريږدي يي چه و يي خوري ٠ له دی امله د ماشومانو شورو شوق يوازي د هاضمې په برخه کي استعماليږي او لوی دماغ يي په ښه شان وده نه شي کولی ٠ ددې په نظر ، د هر ماشوم لپاره د غير مناسب زيات ډوډۍ خوړلو عادت د پلار او مور د ناپوهۍ او تحريک له امله رامنځ ته کيږي ٠ پلار او مور يي يوازي فکر کوي چه زياته ډوډۍ خوړل د خپل ماشوم وده يي چټکولي شي او دده صحت غښتلی شي ، نو ماشوم ته زيات خواړه ور کوي ٠ ځيني پلرونه او ميندې خواړه د درس لوستلو د انعام په توګه ماشوم ته ور کوي چه دا د ماشوم د روغتيا لپاره هم تاوان لري ٠

ډاکترې ياو يان بين دی ته اشاره وکړه چه ميندې او پلرونه بايد ماشومانو ته له ماشومتوب نه د ډوډۍ خوړلو داسي ښه عادت وروزي چه هر ډول خواړه وخوري ، زياته ډوډۍ و نه خوري او د عادي ډوډۍ خوړلو نه علاوه نور خواړه لږ وخوري ٠ دغه راز ماشومان هره ورځ بايد په ټاکلي وخت او ټاکلي اندازه ډوډۍ وخوري او د خوړو غذايت يي بايد برابر وي ٠که هره کورني په دي ښو عادتونو باندي ټينګار وکړي ، نو له يوې خوا به د ماشومانو د اشتها او هاضمې عمل لوړ کړي او له بلې خوا به د ماشومانو د ذکاوت عادي وده تامين کړاي شي ٠

ډاکتری ياو يان بين وويل چه ريښتيا ده چه غني تغذيه لرونکي خواړه د ماشومانو د روغتيا او د ذهن د ودې لپاره ګټور دي ، خو ځيني خواړه هغه ترکيبات لري چه د انسان د روغتيا لپاره مضر دي او خو په بدن کي د جذب کولو لپاره ګټه نه لري ، نو ماشومان بايد زيات خواړه و نه خوري ٠ هغې پيشنهاد وکړ چه د ماشومانو خواړه بايد متنوع او برابر وي ، کبان ، غوښې ، د خوراک وړ سمندري تباتات ، د کورنيو حيواناتو لړمون ، تازه سابه او ميوې ټولې د ماسومانو د روغتيا لپاره ګټورې دي ، نو ميندې او پلرونه بايد خپلو ماشومانو ته زيات دا ډول خوراکونه ور کړي ٠ ډاکتری ياو يان بين ميندو او پلرونو ته يادونه کوي چه زيات شمير ماشومان د نا مناسبې ډوډۍ خوړلو له امله د سړو وهلو په ناروغي اخته کيږي ، نو ميندې او پلرونه بايد د خپلو ماشومانو د يوې ورځې په درو ځلو ډوډۍ خوړلو کي ځيني خوراکونه کم کړي او خوراکي ترکيباتو ته دي بدلون ور کړي او بايد ماشومان د زياتو غوړيو ، مالګې او قند لرونکو خوراکونو له خوړلو نه وساتي ٠

د تيان جينګ ښار د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې د مرکز مرستيالې او ډاکتری ياو يان بين دی ته اشاره وکړه چه ځيني ميندې او پلرونه هره ورځ خپلو ماشومانو ته جست لرونکي درملونه د غذايي درملونو په توګه ور کوي چه و يي خوري چه دا کار د ماشومانو روغتيا ته تاوان رسوي ٠ ځکه چه که د ماشومانو په بدن کي د جستو عنصر زيات شي ، نو د کلسيم عنصر به کم شي ، د ماشومانو د مصونيت قوت راټيټيږي او د ناروغيو سره د مقابله کولو قوه يي هم کمزوري کيږي ٠ دغه راز که ماشومان تل جست لرونکي درملونه وخوري ، نو په بدن کي يي د جستو او مسو د عناصرو انډول زياتوالي مومي او په وينو کي به يي غوړي زيات شي ٠

هغې پيشنهاد وکړ چه که پلرونه او ميندې غواړي چه د ماشومانو په بدن کي د جستو عادي عنصر وساتل شي ، نو بايد په علمي ميتود سره ماشومان وروزي ٠ لومړی بايد نويو زيږيدلو کوچنيانو ته د مور شيدې ور کړي شي ، ځکه چه د مور په شيدو کي د کوچنيانو د ساملې ودې لپاره د اړتيا وړ د جستو کافي عنصر موجود دي ٠ د کوچنيانو د زيږيدو د څلورمې مياشتې څخه ميندې او پلرونه بايد په تدريجي توګه فرعي غذايي خوراکونه ، په تيره بيا لږ غوړي لرونکي غوښې ، هګۍ ، د کورنيو حيواناتو ځګر ، مومپلي او چارمغز زيات کړي ځکه چه په دغو خوراکونو کي د جستو اندازه نسبتأ لوړه ده ، خو بايد د هرماشوم د مشخص حالت سره سم ور کړاي شي ٠ دغه راز لويان بايد له کوچنيتوب نه ماشومانو ته تعليم ور کړي چه د هر ډول خوراکونو د خوړلو ښه عادت ولري ، بايد د ماشومانو د ډوډۍ خوړلو جوړښت معقول او برابر کړي او بايد ماشومانو ته د وريجو او اوړو نه پرته نور غله جات هم ور کړي ٠ برسيره پردی ، ميندې او پلرونه هم بايد دی ته متوجه شي چه ماشومان يي زيات قنداو خواږه خواړه و نه خوري څو چه په بدن کي يي جست په ښه توګه جذب کړي شي ٠