<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-06 10:52:11    
د هند او پاکستان د خارجه وزيرانو د لومړی ورځی په خبرواترو کی پرمختګ ترلاسه شوی دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند او پاکستان خارجه وزيرانو د سپټمبر په ٥ مه نيټه په نوی ډيلی کی په خپل منځی خبرواترو پيل وکړ او په هغو کی يی دمتنازع فيه کشمير او نورو دوه اړخيزو روابطو په شمول موضوعات وڅيړل . د خبرله مخی ، د نوموړو خبرواترو په لومړنی ورځ تر يوی اندازی پوری پرمختګ ترلاسه شوی او دواړی خواوی د باهمی اعتماد پربنا دذاټ البينی روابطو د ژر ترژره عادی کولو په خاطر د برخه ايزوتدبيرونو په باره کی موافقی ته رسيدلی دی .

نوموړی خبری اتری د وروستيو درو کالو نه راپديخوا د دواړو هيوادونو د وزيرانو ترمنځ لومړنی مذاکرات دی . د هند خارجه وزير ناتوارسينګ او د پاکستان خارجه وزير خورشيد محمد قصوری په جلا جلا توګه د خپل هيات په مشرۍ د لومړنی ورځی په خبرواترو کی برخه درلوده . د خبرواترو د پيل نه دمخه دواړو خارجه وزيرانو د څه د پاسه يوه ساعت لپاره ځانګړی خبری اتری  وکړې او په هغو کی يی د هند او پاکستان ترمنځ د خبرواترو په لومړی پړاؤ کی د ترلاسه شويو برياليتوبونو مثبته قدردانی وکړه او مخکی له دی نه د دوه اړخيزو روابطو د ښه والی په هکله د دواړوهيوادونو د خارجه چارو د سکرترانو په خبرواترو کی وړاندی شوی تجويزونه يی هم څيړل . د هند د خارجه وزارت نطاق سارنا دا څرګنده کړه چه لومړنی ورځنی نوموړې خبرواترې په دوستانه ، صميمانه ، او مثبته فضا کی سرته ورسيدی او دواړو خواوو ژمنه وکړه چه په مداومه او ټينګه توګه د هند او پاکستان ترمنځ د سوله ايز بهير د ګړندی کولو لپاره هلی ځلی وکړی .

د همدی ورځی د خبرواترو د پای ته رسيدو نه وروسته دواړو خارجه وزيرانو څرګنده کړه چه دواړی خواوی د باهمی اعتماد پربنا دذاټ البينی روابطو د ژر ترژره عادی کولو په خاطر د برخه ايزوتدبيرونو په باره کی موافقی ته رسيدلی دی . د هند د ترست اخبار د خبر له مخی ، د کشمير په  کنترولی کرښه کی د دواړو خواؤ د اوربند د دوام او د سياچين د کنګلی سيمی په  رود خانه کی د دواړو خواوو د نظامی تماس د نه نيولو په شمول ځينی برخی په نوموړی موافقه کی شاملی دی .

په نوموړو خبرواترو کی د دواړو هيوادونو خارجه وزيرانو دا هم ومنله چه د دواړو هيوادونو تر کنترول لاندی د کشميری سيمو ترمنځ د عمومی بسونو د تګراتګ په هکله بحث وشی . سربيره پردی يی دا هيله هم څرګنده کړه چه دواړه هيوادونه به د هغه هدف د سرته رسولو په لاره کی ګامونه واخلی کوم چه د کشمير په سيمه کی د هند او پاکستان لخوا واقعی کنترولی کرښې د دواړو هيوادونو د اړيکو د پياوړتيا د پل په توګه وګڼل شی . دواړو خارجه وزيرانود دواړوهيوادونو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير د نوی پړاو د پيل هيله هم څرګنده کړه .

د نوموړی هراړخيز ديالوګ د بهير پيل کول د روان کال د جنوری په مياشت کی په اسلام اباد کی د جنوبی اسيا د سيمه ايزی همکارۍ د اتحاديی د ١٢می سرمشريزی غونډې په موده کی د هند او پاکستان د مشرانو لخوا د مشورو نه وروسته ټاکل شوی او د تير فبروری په مياشت کی يی پيل شوی دی . له هغه وخته راهيسی دواړو خواوو په جلا جلاتوګه د کشمير په شمول د اتو ساحو د موضوعاتو په باره کی څو څو ځله د پوهانو په سويه او د خارجه وزارت د مرستيالانو په درجه خبری اتری وکړې . د اصلی پلان سره سم به د دواړو هيوادونو د خارجه وزيرانو ترمنځ روانی دوه ورځنی خبری اتری په عمده توګه د نوموړی ديالوګ دبهير رايادول او راجمعبندی کول وی او په هغو کی به د دواړو هيوادونو د سوله ايز بهير د ګړندی کولو لاری چاری ولټول شی تر څو د خبرواترو د راتلونکی پړاو لپاره مساعده زمينه برابره شی .

د هند يوه عالی رتبه مامور وويل ،د لومړی ورځې خبری اتری مثبتی او ليری نظرلرونکی وی او د دواړو خواوو ترمنځ د دښمنی نښه پکی نه ليدل کيدله . ځينو سرچينودا څرګنده کړی چه دواړه خواوی د سوله ايز بهير د دوام کولو ګډه ارزو لری . امأ د خبر له مخی د لومړی ورځې په خبرواترو کی د کشمير مسئله نه ده شامله شوی .

سره له دی چه پورتنی حالت موجود دی ، کتوونکو لا هم دا نظريه څرګنده کړه چه د لومړی ورځې  په خبرواترو کی له ترلاسه شوی پرمختګ څخه د هند او پاکستان دا مشترکه ارزو ښکاره شوی ده چه د مقابلی پر ځای به په ديالوګ پيل و کړی او د دواړو هيوادو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير د پرله پسی پرمخبيولو لپاره به هڅه وکړی چه دا به د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد او راکړوورکړو د زياتوالی او پراخوالی ، دغه راز د ديالوګ له لاری په دوه اړخيزو روابطوکی د موجودو بيلابيلو موضوعاتو د حل وفصل لپاره ګټوره وی .