<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-06 19:19:18    
د روغتيا له پاره ګټور خوارک

cri

د غذايت له نظره کب د نورو غوښو په نسبت د صيحت له پاره ډيره ګټه لري ٠ په يوه تحقيقاتي راپوټ کې دا ثابته شوې چه په امريکه کې د هغو کسانو شمير چه د وينې د فشار او د زړه په ناروغيو کې اخته شوي ، د جاپانيانو په نسبت ډير زيات دي ٠ همداشان په امريکه کې د دغو ناروغيو په اثر مړه کيدو ميزان هم لوړ دي ، ولي؟ يو مهم علت يي دا دي چه زيات امريکايان د کوچ او چربدارو خوراکونو ډير خوښيږي او زيات يي خوري ٠ خو جاپانيان د کبانو خوړلو عادت لري ٠ د علمي څيړنې له مخې د کب په غوښه کې کلسترول د نورو غوښو نه ډير کم خو البومين يي ډير زيات دي ٠ نو ځکه د کب خوړل د صيحت مصوصأ د زړه او فشارخون د ناروغانو له پاره ډيره ګټه لري ٠ ټولو ته معلومه ده چه د وينې فشار ناروغۍ ډيره خطرناکه ده ، خو دغه ناروغۍ د خوراکونو سره نژدي اړيکې لري ، په چين کې د خلکو په اصطلاح د عمر اوږدوالي د ورځني خوراکونو په معقوليت پوري اړه لري ٠ د شريان د کلکوالي پر ناروغۍ باندې د څيړنې نه دا کشف شوي چه ډيره ناروغۍ مثلأ د وينې لوړ فشار ، د شريان کلکوالي ، د زړه ناروغۍ او د سرخون ريزي د وړکتوب نه پيل او د اوږدي مودي د غذا د خوړلو د بد عادت له امله رامنځ ته کيږي ٠ مثلأ د اوږدي مودي له پاره زيات خوړل د چاغوالي سبب دي ، د وينې د فشار ناروغۍ د ډيرو مالګينو خوراکونو د خوړلو نتيجه ده ، د چرب داري خوراک زيات خوړل د شريان د کلکوالي د رامنځ ته کيدو سبب دي ٠ د دماغ خون ريزي د زياتې مالګې د خوړلو او په وجود کې د البومين د کمبود له امله راپيدا کيږي ٠ د وينې د لوړ فشار د مخنيوي له پاره دي لومړي مالګه کمه وخوري ، مګر د ځينو خلکو له پاره که په غذا کې مالګه کمه وي ، خوراک به بي خوند وي ٠ ښه به داوي چه د اشپزۍ له هنر څخه ښه زده کړه وکړي ، مثلأ کيداي شي چه د خوند د زياتولو له پاره د خپلې علاقې سره سم نورې بيلې بيلې مسالې پکې اچول کيږي څو چه خپله اشتها زيات شي ٠