<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-06 19:38:24    
دچين په کليو کښی مخ په زياتيدوکی کارګران را منځ ته شوی دی .

cri

په دی وروستيو وختونو کښی د شان تونګ ولايت د تونګ ينګ د ناحيی د دينګ جيا په کلی کښی د دينګ ليانګ ليانګ په شمول څوارلس تنه بزګران دشان تونګ د او لو د ليميتيد کامپی له خوا استخدام شوی دی او په معاش اخيستونکو کارګرو بدل شو ی دی .

دچين د بازاری اقتصاد د چټک انکشاف سره سره د بزګر دينګ ليانګ ليانګ په شان مخ په زياتيدونکی بزګران له کليو څخه ښارونو او تصديو ته داخل شوی او کارګران ، شخصی صنعتګران او انفرادی سوداګران ګرځيدلی دی .

د شان تونګ د ولايت د ځاو ځوانګ ښار د تای ار ځوانګ په ناحيه کښی د محلی ځای حکومت په وار سره د بيجينګ له ښار او د کوانګ تونګ له ولايت سره د همکارۍ له لارۍ د بشری قواوو داستخدامولو مرکزونه جوړ کړی دی . اوس په دغه ناحيه کښی شل زره تنه بزګران د کار دپاره بهر ته تللی دی او د هر يو تن په سر کلنی منځنی عايدات څه د پاسه شپږو زرو يونو ته رسيدلی دی . همدا راز د تای ار ځوانګ په ناحيه کښی د مالدارۍ او ميوو چارو ته د پراختيا ور کولو له لاری په فعاله توګه شخصی تصدۍ پراخی شوی ترڅو چه بزګران په فابريکو کښی کار وکړی او يا خپل ځان د قابريکو دخاوندانو په توګه بدلون ومومی . اوس په دغه ځای کښی څه د پاسه دوه زره اته سوه شخصی تصدۍ او انفرادی سوداګران د زراعتی او فرعی محصولاتو او تختو په چمتو کولو بوخت دی ،د کارکوونکو شمير يی پنځلس زرو

تنو ته رسيدلی او په ثابتو دارايو کښی د اوو شخصی تصديو د پانګی اچونی شمير له پنځو مليونو ژن مين بی يونو څخه اوښتی دی .

د شان تونګ د ولايت د تونګ ينګ په ښار کښی د حکومت څانګی د سوداګرانو او خارجی پانګو راجلبول د کليوالی بشری قواوو د ترتيباتو او د بزګرو دعايداتو له زياتوالی سره يو ځای کړی او له دی لاری مخ په زياتيدونکی بزکران د شخصی تصديو او خارجی تصديو ګارګران او کارکوونکو او منسوبين ګرځيدلی دی .

د شخصی اقتصاد د انکشاف په نتيجه کښی يو زيات شمير بزګران په سوداګرانو بدل شوی دی . په دی وروستيو کلونو کښی دچين د بيلا بيلو ځايونو حکومتونو د انفرادی اوشخصی اقتصاد ودی ته زيات تشويق ورکړی ، د مالياتو او توليدی اداری په برخو کښی يی امتيازی پاليسۍ غوره کړی او د انفرادی او شخصی اقتصاد د انکشاف دپاره يی مناسب او ښه چاپيريال برابر کړی دی .

د شان تونګ په جنوب کښی د لين يی په ښار کښی حکومتی څانګی له هغه سيمه ايز تفوق څخه پوره استقاده وکړه ، کوم چه له بيجينګ څخه د فو جو او شانګهای تر ښارونو پوری چټکو سړکونو ته نژدی دی او په فعاله توګه د بزګرانو لارښوونه کوی چه په تجارتی فعاليتونو لاس پوری کړی . د څو کالو نه راهيسی په دغه ځای کښی په وار سره څه نا څه سل ډول ډول تجارتی ځايونه نوی جوړ او پراخ شوی دی چه په نيتجه کښی د ډول ډول مکملو ، اختصاصی او عمده فروشی بازارونو شمير اتيا و ته زيات شوی دی .اوس هغه انفرادی سوداګران چه په دغه ځای کښی سوداګری کوی ،له څه د پاسه شلو ولايتونو، ښارونو او خودمختارو سيمو

څخه راغلی دی چه په دی جمله کښی هر کال لس زره تنه بزګران په عمده فروشی ،

د پرچون خرڅلاو او نور چارو مشغول دی .

دا چه بزګران ښارونو ته ځی او په فابريکو او تصديو کښی کا رکوی ، د حالاتو له انکشافی اړتياو سره سمون خوری . د تونګ ينګ په ناحيه کښی د کار او د ټولنيز ضمانت داداری رئيس ليو سيو می وويل چه د کليو د صنعتی کولو د بهير د چټکتيا سره سره په کليو کښی پاتی شوی بشری قوی به هر کال زياتی شی، د بزګرو په نزد به دعايداتو زياتوالی يو مشکل کار وی ،نو ځګه مونږ بايد د بزګرو لارښوونه وکړو چه پرته د زراعت نه په نورو کارونولاس پوری کړی .