<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-07 11:03:08    
د هند صدراعظم څرګنده کړه چی هند او پاکستان اړتيا لری چی د دواړو هيوادو روابط يوی نوی مرحلی ته ورسول شی

cri

د چين بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی : د هند صدراعظم منموهان سينګ د روانی مياشتی په ٦نيټه په نوی ډيلی کی د هند او پاکستان د دواړو هيوادو د ديالوګ جريان ته د دوام ورکولو په باب د وعدی د يادونی په وخت کی وويل چی هند او پاکستان بايد تاريخي بارونه پريږدي او د دواړو هيوادو د روابطو نوی فصل وليکی .

منموهان سينګ څرګنده کړه چی د هند او پاکستان ذات البينی روابيط ډېر پيچلي دی او د هند حکومت به د دواړو هيوادو د خلکو تر منځ ډول ډول راکړي ورکړي او تماسونو ته تشويق ورکړي٠

يو بل خبر له مخی د هند  خارجه وزير ناټوار سينګ په همدی ورځ وويل چی د هند صدراعظم منموهان او د پاکستان جمهوررئيس مشارف به د روانی مياشتی په دريمه لسيزه کی د ملګرو ملتو د عمومی غونډی په موده کی خبری اتری وکړی او د هند او پاکستان د ذات البينی روابطو په اړه د ټولو مسئيلو په باب بحث و کړی .