<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-07 12:43:38    
د هند او پاکستان روابط له سختيو سره پرمختګ کوی

cri

 د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ،د هند د خارجه وزيرنتوار سينګ اود پاکستان د خارجه وزير خورشيدمحمودقصوری ترمنځ دوه ورځنی رسمی خبرې اترې د سپتمبر په ٦نيټه په نوی ډلی  په ښه فضاکی پای ته و رسيدې چه  دا د درو کلونو راپديخوا د دواړو هيوادو د خارجه وزيرانو ترمنځ لومړی رسمی مذاکرات وو . دواړو خواوو د متقابل اعتماد د پياوړتيا په هکله د لازمو تدبيرونو د نيولو او په هراړخيزه توګه د خبرو اترو بهير ته د ټينګتيا ورکولو په ساحو کی تر يوې اندازې پوری موافقيتونه ترلاسه کړی دی . خو د دوی ترمنځ د کشمير او نورو موضوعاتو په باره کی چه پر ذات البينی روابطو باندی يی اغيزې لری اختلافونه لاهم موجود دی . د کتوونکو په نظر د هند او پاکستان روابط اوس له سختيو سره پرمختګ کوی .

په خبرواترو کی موافقه وشوه چه دواړې خواوې به د متقابل اعتماد په بنا د نظامی ساحی په شمول د يو لړ تدبيرونو د نيولو په باب خبرو اترو ته دوام ورکړی او د کشمير د واقعی کنترولی کرښې په سيمه کی به نورهم اوربند عملی کړی او د سږکال د فيبروری په مياشت کی د دواړو هيوادو ترمنځ دپيل شويو هراړخيزوخبرواترو بهير ته دوام ورکړی . د خبرو اترو نه وروسته د هند خارجه وزير سينګ وويل چه په خبرو اتروکی پرمختګ ترلاسه شوی دی او بايد دغه پرمختګ ته په درنه سترګه وګوری سره له دی چه پرمختګ يی ډير کم دی .

د عامه افکارو په نظر د جنوبی أسياد لويو قدرتونو په حيث د دواړو هيوادو له قول او فعل نه د جنوبی أسيا د سولې او ثبات د ساتلو دپاره اراده څرګنده شوی ده .سينګ هم وويل چه هند به په پراخو ساحو کی له پاکستان سره تګ راتګ وکړی او هدف به يی د تروريزم او زورزياتی له منځه وړل او د جنوبی اسيا د دايمی سولې او ثبات لپاره د محيط برابرول دی . قصوری وويل چه که دواړه خواوی سياسی اراده او صداقت ولری نو د هند او پاکستان ترمنځ ټولې مسئلې حليدای شی چه دا په جنوبی أسيا کی د دايمی سولې د رامنځته کيدو لپاره مهم ضمانت دی . څرګنده ده چه دواړو خواوو په جلاجلا توګه د سيمه ايزې سولې دپاره خپل مسؤليت پيژندلی دی او د خبرو اترو له لاری د دوه اړخيزو مسئلو د حل و فصل صداقت او ټينګ عزم يی هم څرګندکړی دی .

عامه افکاردی ته متوجه دی چه په نوموړو خبرو اترو کی دواړو خارجه وزيرانو د کشمير او نورو اړوندو مسئلو په باب سختی مشاجرې کړی او يو په بل باندی يی انتقادونه کړی دی . سينګ دې ته اشاره وکړه چه په کشميری سيمه کی پاکستان د هند په مقابل کی د تروريزم ملاتړ کوی . خو قصوری وويل چه په کشميری سيمه کی هند په بشری حقوقو باندی تيری کړی او کوی يی .د قصوری په نظر د کشمير مسئله د ذات البينی روابطو د خړپړتيا سبب او د دواړوهيوادوترمنځ د دوو جګړو سرچينه ده ، نوکشميری مسئله بايد ژرترژره حل شی . مګر دواړو وزيرانو په دی اعتراف وکړ چه د کشميری مسئلې حل وفصل لاهم اوږدې مودې ته اړتيا لری چه د نيمې پيړۍ راهيسی يی دوام لری .

د عامه افکارو په نظر د هند او پاکستان ترمنځ په هراړخيزه توګه د خبرواترو په ټاکل شوی بهير کی نوموړو خبرواترو دا رول لوبولی دی چه نه يوازی د دواړوهيوادوترمنځ د سږکال په فيبروری کی د پيل شويو خبرواترو بهير يی بيا ياد او جمعبندی کړی بلکی د سوله ايز بهير د دوام په باب يی بحث کړی او د خبرو اترو د نوی پړاو د پيل لپاره يی بنسټ کېښودلی دی .نو ويل کيږی چه د دغو خبرواترو هدفونه ترلاسه شوی دی . 

د يادونې وړ خبره دا ده چه د روانې مياشتې په پای کی به د هند صدراعظم منموهن سينګ او دپاکستان جمهوررئيس مشرف د ملګروملتود عمومی اسامبلې په موده کی د خپل ملاقات په ترڅ کی د ذات البينی روابطو د ټولو مسئلو په باب سلامشوره وکړی . د دواړو هيوادو د خارجه چاروسکرتران به په دسمبر کی هم سره يو ځل بيا ملاقات وکړی . سربيره پر دی سينګ په خوشحالی سره د قصوری بلنه ومنله چه پاکستان ته سفر وکړی .د خبرونو له مخی ، هند او پاکستان اوس د متقابلې تبادلې او اعتماد د ټينګولو د پاره کوشش کوی . د ځينو کسانو په نظر نه يوازی د دواړو هيوادو د  سياسی جيوګرافی، اقتصادی او نظامی اړتيا له امله بلکه د بين المللی محيط په نظر ددوی سوله ايزبهير به لاهم روان وی . که دوی د مقابلې او شک پرځای خبرې اترې او متقابل اعتماد عملی کړی او اوسنی سوله ايز بهير وساتی ، نو د دوی روابط به قدم په قدم ښه شی او د جنوبی أسيا دايمی سوله او ثبات به ترلاسه شی .