<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-07 17:46:11    
ښځه ما جي اينګ او ددې ٥٧ لوڼې

cri

ښځه ما جي اينګ د چين د خوي قوم يوه معمولي مسلمانه ښځه ده ، هغې په خپل ټول قوت سره په درس لوستلو کی د خوي قوم د غريبو کورنيو له ٥٧ تنو پيغلو سره مالي مرسته کړيده ٠

ما جي اينګ سږکال ٣٦ کلنه ده ٠ هغې د دوولسم ټولګي نه د فارغيدو نه وروسته د کورنی د غربت له امله په پوهنتون کی د درس لوستلو هيله نه ده سر ته رسولي او په ١٩٩٥ کال او ١٩٩٧ کال کی يي دوه ځله د ناروغۍ له امله خپل کارونه له لاسه ور کړيدي ٠

د ١٩٩٧ کال په يوه ورځ ، ما جي اينګ د هاي يوان ولسوالی د لومړي منځني ښوونځي له دروازی نه د تيريدو په وخت کی وليدل چه يوه پيغله د دروازی په بهرکي ولاړه وه او سترګې يي له اوښکو نه

ډکې شوې ٠ د پوښتنې نه وروسته هغه خبره شوه چه دغه پيغله يانګ ګوي جنګ نوميده او د کورنی د غربت له امله يي درسي فيس نه شو ورکولي ، نو مجبورأ له ښوونځي نه ووتله ٠ ما جي اينګ د پيغلې يانګ سترګې چه له هيلې نه ډکې وې وکتلې ، نو که څه هم خپله کورنی يي هم دومره شتمنه نه وه ، لا هم د پيغلې يانګ لپاره يي څه د پاسه سل يونه درسي فيس ښوونځي ته ورکړ ٠ لږه موده وروسته هغې بيا دا وموندله چه د ولسوالی لومړي منځني ښوونځي ته نژدي په يوه کچه کوټه کی چه يوازي ٥ مربع متره يي درلود ، ٥ تنو پيغلو زده کوونکو د خاورينو تيلو د بخارۍ په چاپيريال ډوډوۍ پخوله ، کوټه ډيره لنده او يخه وه ٠ ما جي اينګ چه دغه حالت وليد ، ډيره خپه شوه ، نو سمدلاسه يي دغه ٥ تنه پيغلې خپل کور ته راوړلې او دغو پيغلو د ما جي اينګ په کور کي په نيکمرغه ژوند او زده کړي پيل وکړ ٠ وروسته ما جي اينګ فکر وکړ چه په خپل کور کي د پيغلو لپاره د لوستلو کوټه جوړه کړي څو چه په وړيا ډول غريبو پيغلو ته د خوراک او هستوګنځي خدمت برابر کړي څو چه دوي په مداومه توګه په ښوونځي کی درس ولولي ٠

د ما جي اينګ کورنی ٤ غړي درلودل او يوازي د خپل ميړه د معاش په اتکا يي چه هره مياشت ١٢٠٠ يوونه وو ، شپې ورځې تيرولې ، خو له غريبو پيغلو سره د مرستې لپاره د ما جي اينګ عمل د خپل ميړه تفاهم او پوره ملاتړ حاصل کړيدی ٠ دوي د پيغلو د بيديدو لپاره د کور ٣ ښې کوټې خالې کړي ، نه يوازي يي پيغلې د اوبو ، بريښنا او سکرو له لګښتونواو د کور له کرايي نه معافې کړي ، بلکي يي ددوی لپاره غير رسمي تعليمي فيسونه هم ور کول ٠

ددې لپاره چه دغه پيغلې ښه درس ولولي ، ما جي اينګ به هميشه دوي ته نصيحتونه کول چه د اقتصاد غربت ريښتياني غربت نه دی ، پوه نه لرونکي غربت ريښتيانی غربت دی ٠

په هر تعليمي کال کي به ځيني پيغلې د ماجي اينګ له کور نه تللي او ځيني نوي غريبې پيغلې به چه د امتحان له لاري د ولسوالی د لومړي منځني ښوونځي له خوا منل شوي وي ددې کور ته راتللې ٠ اوس ما جي اينګ لا هم ١٧ تنه داسي لوڼې لري ، که څه هم د ما جي اينګ او ددې ميړه لپاره د اوږو بارونه خورا درانده دي ، خو دوي د اوو کالو راهيسي ، په وار سره له ٥٧ تنو غريبو پيغلو سره مرسته کړي ده چه په نهم او دوولسم ټولګي کی يي خپل درسونه سر ته رسولي دي ٠ له دغو ٥٧ تنو نه ٢٣ تنه پيغلې هم پوهنتونونو او منځنيو تخصصي ښوونځيو ته داخلي شويدي ٠

ما جي اينګ خبريال ته وويل چه زما مطلب دا دي چه تر خپلې وسې پوري له غريبو پيغلو سره مرسته وکړم څو چه دوي په درس لوستلو کی له هلکانو سره مساوي حق ولري٠ پخوا ما د کورني د غربت له امله نه شو کولي چه په پوهنتون کی درس ولولم ، نو هيله مي نه درلوده چه دغه پيغلې زما پخواني لاره ووهي ٠