<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-07 18:02:03    
د چين د کوچنيانو او ماشومانو د نڅاوو لويه مسابقه

cri

د چين د کوچنيانو او ماشومانو د نڅاوو د لويي مسابقې د جايزو ور کولو مراسم او د غوره نڅاوو د نمايش ور کولو غونډه د اګيست په ١٧ مه نيټه مازيګر د چين په مرکز بيجينګ کي د چين د کوچنيانو د مرکز د فلمونو او ډرامو په تياتر کي پر ځاي شوه ٠

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستياله او د چين د ښځو د ملي اتحاديي رييسه ميرمن ګو سيو ليان د خي لونګ جيانګ ولايت د ښځو او ماشومانو د انکشافي مرکز په شمول ٦ يونتونو ته د ښه تشکيلاتي کار له امله جايزې ورکړې ٠

د نمايش ور کولو په غونډه کی د ډوډۍ پخولو په نامه نڅا چه د چون چينګ ښار د شا پينګ با سيمې د ازمايښتي وړکتون له خوا ښودل شوي او د دوو غازو د علاقې په نامه نڅا چه د شان توو ښار د وړکتون له خوا ښودل شوي ، د کوچنيانو تودې چکچکې او د خندا اوازونه يي راجلب کړي او کوچنيانو ته يي جشن غوندي ښادي رسولي ده ٠

د چين د کوچنيانو او ماشومانو د نڅاوو لويه مسابقه د چين د ښځو د ملي اتحاديي په اړه د ماشومانو د کاري څانګې ، د چين د ماشومانو د مرکز ، د چين د کوچنيانو د سندرو او نڅاوو د ټولنې او د چين د کورنی د لارښوونې د ټولنې له خوا په ګډه جوړه شوي او د نابالغو کسانو د مفکورې او اخلاق د ابادۍ د لا زياتې پياوړتيا په باب د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې او دولتي شورا د ځينو پيشنهادونو د روحيي د عملي کولو لپاره يوه غوره شوي مشخص تدبير هم دی ٠

د چين د ماشومانو د مرکز رييس جاو شون اي خبريال ته وويل چه دغه فعاليت د چين د مختلفو ځايونو د کوچنيانو د فعاليت د مرکزونو ، د کوچنيانو د ماڼيو او کلتوري ماڼيو له خوا زيات ملاتړ حاصل کړيدی ٠ د درو مياشتو په موده کي غوره نڅاوې راټولې شوي ، ٢٦ ښارونه له ابتدايي ارزيابي نه بريالي وتلي او له سل ګونو نڅاوو نه څه د پاسه ٧٠ نڅاوې انتخابی شوي دی څو چه په رسمي ارزيابي کی ګډون وکړي ٠ د متخصصانو د دقيقي ارزيابي او انتخاب له لاري ، په جلا جلا توګه د ماشومانو د ګروپ او د کوچنيانو د ګروپ لومړی ، دوهمه او دريمه درجه لرونکي جايزې رامنځ ته شويدي ٠