<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-08 18:09:16    
د چين ټولنه د کوچينيانو ودې ته پاملرنه کوي

cri
وچينيان او ځوانان په چين کې تر زياتې توجه او پاملرنې لاندي دي او په ټولنه کې يي د ګلانو او د سهار دلمر په توګه ګڼل کيږي ٠ نن ورځ د چين د اقتصاد په چټکې پرمختيا سره په چين کې د انترنيت استعمال مرواج شوي او دمعلوماتو د تر لاسه کولو ، د نظريو د تبادلې او د لوبو کولو په هکله يي د چين کوچينيانو او ځوانانو يوه مهمه وسيله ګرزيدلې ده ٠ خو انترنيت د دوي د معلوماتو د زياتولو او پراخولو په عين وخت کې هم دوي ته ځيني نا سالم انفورميشين ښودل شوي او ور باندې يي ناوړه اغيزه اچولې ده ٠په دي هکله يو شمير ځوانان او کوچينيان هره ورځ د انترنيت په ساختګې دستاني بازي کې نيول شوي او ځان ور څخه نه شي خلاصيداي ٠ د چين د ټولنې بيلا بيل محافل تل دي موضوع ته ډير متوجه دي او دځوانانو او کوچينيانو له پاره د انترنيت د ښه چاپيريال د برابرولو په هکله ډير کارونه يي تر سره کړي او کوي يي ٠ مثلأ اوس د چين اړوندې څانګې د نيت بار تر جدي اداري لاندې راوړلي او په واضحه توګه يي اړوند مقررات طرح کړي چه ددي مقرراتو سره سم کوچينيانو ته په نيت بار کې د داخليدو اجازه نه شته ٠ زمونږ خبريال په دي وروستيو ورځو کې د بيجينګ په لويديځه ناحيه کې يو نيت بار ته ورسيد او پکې هيڅ کوچينيان نه ليدل کيږي ٠ د دغه بار خاوند ښاغلي وو څوان سينګ خبريال ته وويل چه د اړوندو مقرراتو سره سم هر يو تن چي زمونږ بار ته راځي ، حتمأ به خپل د هويت کارټ مونږ وښيي ، هغه کوچينيان چه عمر له اتلس کلنې نه کم وي ، بار ته به داخليدل ممنوع وي ٠ په چين کې کوچينيان او ماشومان ټول د ټولنې تر هر اړخيزې ساتنې او پاملرنې لاندې دي ٠ په چين کې په هر ځاي کې د ماشومانو او کوچينيانوله پاره خاص دکانونه ، روغتونونه او د لوبو ځايونه ليدل کيږي ٠ دغه راز دځوانانو او کوچينيانو د فارغ وخت د ژوند د رنګا رنګ کولو له پاره په چين کې هم ډير اړوند کلتوري سازمانونه جوړي شوي لکه د ماشومانو د ادب نشراتي موسسه ، د ماشومانو د فلم جوړونکي فابرکه او د ماشومانو تلويزيوني کانال او داسي نور ٠ پروسږکال د چين د مرکزي تلويزيوني ستيشين له خوا د ماشومانو د پروګرامونو کانال پرانستل شو او د ماشومانو تود هرکلي يي حاصل شوي دي ٠ د بيجينګ د يو مکتب د پنځمې ټولګې شاګرده هو يي نان خبريال ته وويل چه زما په نظر د ماشومانو تلويزيوني پروګرامونه ډير په زړه پوري او دلچسپ ښکاري چه په دي جمله کې زما د کوچيني اختراع پروګرام ډيره خوښيږي او له دي پروګرام څخه ډير معلومات تر لاسه کيداي شي ٠
دهغو ماشومانو په نسبت چه په غريبو سيمو کې ژوند کوي او اقتصاد يي ستونزې لري ، د چين د حکومت په ملاتړ پنځه لس کاله د مخه د دغو بي وزلو ماشومانو سره د مرستو په هدف د هيلې په نامه پروګرام جوړ شوي او تر اوسه پوري دوو مليونو شپږ لکو بي وزلو ماشومانو له دي پروګرام نه ګتې اخيستې دي ٠ برسيره پر دي د چين حکومت او ټولنې هم هغو کوچينيانو ته ډيره پاملرنه کوي چه د کورنې او د ژوند دشاخوا چاپيريال د بدو تاثيراتو له امله غلط کار او جنايت کړي دي٠ په چين کې د دغو کوچينيانو له پاره خاصې محکمې جوړې شوي دي او له دې لاري د سزا او تعليم په يو ځايښت سره دوي ته نجات ورکړي شي ٠ اوس په چين کې څه د پاسه دوه زره پنځه سوه د جنايت کارو کوچينيانو محکمې جوړي شوي دي ٠ د چين د جنايت کارو کوچينيانو د خاصې محکمې مشهورې قاضي ميرمن شان سيو يون وويل چه د کوچينيانو له پاره ستاينه او تشويق ورکول ډير ضروري دي ځکه دوي دي ته اړتيا لري ٠ نو د جنايت کارو کوچينيانو په نسبت مونږ بايد د عيني او ذهيني له لحظه د دوي جنايتونه تحليل کړو او په تيره بيا د ودې په بهير کې د دوي ښايسته نقطه پيدا کړو ٠ د اتلسو کالو نه راهيسي ميرمن شان سيو يون د مور په سينه د ډيرو جنايت کارو کوچينيانو اعتماد او مينه حاصله کړې ده ٠ له هغو څه د پاسه شپږ سوو پنځوسو تنو جنايت کارو کوچينيانو نه چه د هغې تر محاکمې لاندې وو، اوس زياتره برخه ټول ښه بدل شوي چه په دي جمله کې ځيني يي په پوهنتونونو کې شامل شوي او ځينې يي په بيلا بيلو کسبونو کې په کار بوخت دي ٠