د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند خارجه وزير ناتوار سينګ د سپټمبر په ٩ نيټه ماښام په نوی ډيلی کی له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی څرګنده کړه چه د هند او پاکستان د خارجه وزيرانو په هغو خبرواترو کی چه د روانی مياشتی په ٥مه او ٦مه نيټه وشوی ، پدی وروستيو ورځو کی پای ته ورسيدی، د دواړو هيوادونو ترمنځ تر يوی اندازی پوری پرمختګ کړی دی . ښاغلی سينګ وويل چه هند او پاکستان دواړو خواوو دا ژمنه وکړه چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير د پرمخبيولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړی ځکهاوس دوه اړخيز روابطدپرمختګ په حال کیدی چه دا د وروستيو ٤٠ کلونو نه راهيسی تر ټولو پراخی او جدی دوه اړخيزی خبری اتری وې . سينګ زياته کړه چه د دواړو هيوادونو د خارجه وزيرانو ترمنځ دغه خبری اتری بايد د هند او پاکستان له سوله ايز بهير څخه وشميرل شی .
|