<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-10 17:14:10    
د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ د معلوماتی مسابقی خبرتيا

cri
  دچين د بينالمللی راډيو له خوا د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ يوه معلوماتی مسابقه د اګسټ د مياشتی له پيل نه د نوامبر تر پايه پوری جوړيږی ٠ او ددی مسابقی په اړوند٤مضامين او ور سره تړلی ٨پوښتنی چه هر مضمون يی٢ پوښتنی لری په وار سره د راډيويی څپو او انټرنيټ له لاری قدرمنو دوستانو ته وړاندی کيږی٠ د پښتو خپرونی څانګه به د مسابقی د پای ته رسولو نه وروسته د ګډون کوونکو دوستانو څخه لومړی ، دوهمی او دريمی درجی جايزه اخستونکی وټاکی او دوی ته به ښکلی او ښايسته جايزی ورکړی او د راډيو له خوا به د لومړی درجی وړونکو په لست کښی د قرعه او پچه اچولو دپاره شامل شی ترڅو دنوموړی لست څخه بختور مستحق کسان وټاکل شی او دوی به په راتلونکی پسرلی کښی چين ته د يوی اونی دپاره سفر کړی ٠ مونږ به د راډيويی څپو او انټرنيټ له لاری دچين د اقتصادی انکشاف ، بهرنيو چارود هيواد د پوهنی اوسنی حالت او د چين د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت او قومی ترقۍ په باب معلومات په ٤ پروګرامونو کښی د بيلا بيلو هيوادونو او سيمو محترمو دوستانو ته معرفی کړو او د هر پروګرام په پای کښی به ٢ پوښتنی هم وړاندی کړو ٠ مونږ به په ګرانښت سره هيله کوو چه قدرمن دوستان په دی راډيويی سيالی کښی برخه واخلی ، دغو ٨ پوښتنو ته سم ځواب ورکړی او پوره کاميابی ترلاسه کړی ٠ په درناوی ٠