<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-10 17:39:01    
د چين د جين ګانګ شان غرنی سيمه

cri

 په دی وروستيوکلونو کښی په چين کښی داسی کسان لږ نه دی چه دچين په معاصر تاريخ کښی نامتو انقلابی اثارو او ځايونو ته يی زياته علاقه ښودلی ده ٠ او د جين ګانګ شان غرنی سيمه هم ددوی د توجه وړ ده ٠

د جين ګانګ شان غرنی سيمه د چين په جنوب منځنی برخه کښی د جانګ سی او هونان ولايتونو په منځ کښی واقع ده ٠ اوسنی جين ګانګ شان د چين له هغو منظره دارو سيمو څخه شميرل کيږی چه طبيعی ځنګلونه يی ښه ساتل شوی او دغو ځنګلونو د مځکی٨٠ فيصدی نيولی ده ٠ د جين ګانګ شان په څه دپاسه ٢١٠ مربع کيلو مترو منظره داره غرنی سيمه کښی جګ غرونه ، لاښونه ، د غرونو ډبرينی څوکی ، اٌبشارونه ،غارونه ، غرنی پټۍ ، قديمی ځنګلونه ، قيمتی او نادر حيوانات او نباتات او د حرارتو د اوبو سرچينه پيدا کيږی او د غرونه باعظمته عوارض ، عجيب اٌبشار ، د سمندر په شان د سپينو وريځو باشوکته منظره ، د لمر د راختلو رينګين وړانګی او د ازاليا تازه ښکلی ګلان د خلکو تر سترګو کيږی چه سيلانيان ددی ښايسته منظری په ليدو سره حتی نه غواړی چه له دی ځايه ولاړشي ٠

څرنګه چه جين ګانګ شان د هيواد له مرکزی سيمی نه لری واقع دی او په دی غرنی سيمه کښی ځنګلونه ګڼه ګوڼه ولاړ دی نو څه د پاسه ٧٠ کاله مخکښی د چين د کمونست ګوند د لارښوونکی مشرماو تسي دونک تر مشرتابه لاندی د چين د کارګرو او بزګرو سره اردو ددی جغرافيايی مؤقعيت نه په استفادی سره د جين ګانګ شان په غرنی سيمه کښی د هيواد د کليوالی انقلاب لومړنی بنيادی ناوه تاٌسيسه کړه او دچين انقلاب سم له دی ځايه ګرد هيواد ته خپور شو او په اخر کښی دغه انقلاب په ګرد هيواد کښی پوه بری وموند ٠ په دی مناسبت جين ګانګ شان د خلکو له خوا د سره چين انقلابی زانګو بلل شوی دی٠ د خبر له مخی په جين ګانګ شان کښی څه دپاسه سل پخوانی انقلابی اثار او ودانۍ ښه ساتل شوی دی چه ځينی يی سيلانيانو ته خلاص شوی دی ٠

په دی وروستيو کلونو کښی چينايانو دخپل وطن له معاصر تاريخ سره زياته علاقه ښودلی ده او مخ په زياتيدونکی خلک د سيل دپاره جين ګانګ شان ته ځی ٠ علاوه په دی د ماو تسي دونګ سمبول ، انقلابی داستان او تيليويزيونی ډرامی د اوږدی مودی راهيسی د خلکو د خوښۍ وړ او ستاينی وړ ګرځيدلی دی ٠ نو له دی امله جين ګانګ شان چه د چين د انقلابی زانګو په نامه ياديږی هم مخ په زياتيدونکی سيلانيان ځانته راجلب کړی او کوی يی ٠

د يوه زاړه کور په وړاندی چه په پخوانی انقلابی زمانه کښی ماو تسی تونګ پکښی اوسيدلی مونږ يو سياح ښاغلی شوين جی چانګ وليدچه په دقت سره يی دغه هستوګنځی کتل ٠ هغه خبريال ته وويل چه زه د چين د لومړنی نسل انقلابی مشر ماو تسی دونګ ته ډير احترام کوم او په دی هستوګنځی کښی د ماوتسی دونګ او دده د انقلابی اثارو نندارتون سره هم زياته علاقه لرم ٠ هغه وويل چه په تيروختونو کښی زه د ماو تسی دونګ د اجدادی کلی د تماشا دپاره هونان ولايت ته تللی اوهلته می د ماو تسی دونګ اصلی کور ليدلی و چه پکښی د دغه لوی شخصيت د عجيب ژوند په باب عکسونه ، رسمونه او بيوګرافی ښودل شوی دی ٠ د چين ځوانان د ماو تسی دونګ زيات احترام کوی ٠

ښاغلی ګو فونګ چه خاص له خپل ماشوم سره يی له بيجينګ نه راغلی خبريال ته وويل چه زه د رخصتۍ په ورځو کښی د خپلی کورنۍ سره يو ځای دلته راغلی يم څو چه خپل ماشوم ددی مقدس ځای په ليدو سره د چين په انقلابی تاريخ ښه پوه شی ٠ خو په دی سفر کښی مونږ لويانو هم انقلابی تربيت منلی دی ٠ د سفر په ورځو کښی زما لومړی احساس دا دی چه ماو تسی دونګ په ريښتيا سره يو ډير لوی شخصيت ؤ ٠ دوهمه دا چه د نوی چين د تاٌسيس جريان د ډيرو پيچلو او مشکلو لارو نه ډک ؤ او انقلابی کاميابی يی چه خلکو له دی برکته د هيواد د څښتنانو په حيث حقوق ترلاسه کړی د زياتو قربانيو په بدل سره منځ ته راغله ٠

دجين ګانګ شان په غرنی سيمه کښی پرته له دی چه زيات شمير تاريخی اوانقلابی اثار ښه ساتل شوی او خلک د انقلابی اثارو د ليدو له لاری د چين په معاصر تاريخ باندی ښه پوهيدلی شي دغه سيمه د خلکو د ساعت تيری دپاره يو ښه ځای هم بلل کيږی ٠

د چين ګانګ شان په غرنی سيمه کښی د چينی اوبه او دريابونه هر ځای ليدل کيږی چه رڼی اوبه يی د فيټی په شان د ځنګلونو په منځ بهيږی ٠

جين ګانګ شان ته د سفر په بهير کښی هغه دوه ځايونه حتماٌ د ليدووړ وی چه يو يی د ٥ ښامارونو اٌبشارونه او بل يی د رنګين کمال اٌبشار نوميږی ٠ د ٥ ښامارونو له ٥ اٌبشارونو نه د شنه ښامار اٌبشار ښايسته او باعظمته منظره لری او د سپين ښامار اٌبشار نسبت نورو ٤ ته کوچنی خو ښکلی دی ٠ تاسی چه د دری په تل خپل سر پورته کوۍ اواٌبشار ته ګورۍ حتماٌ به داسی احساسات مو په زړه کښی پيدا شي چه د لوی طبعيت په وړاندی ځان مو ډير وړوکی ښکاری ٠

سيلانيان چه جين ګانګ شان ته ځی هوانګ يانګ جې ته کتنه بايد په خپل سفری پروګرام کښی وټاکی ٠ ځکه چه په پخوانی انقلابی زمانه کښی د چين سره اردو په دی ځای کښی په يوه جګړه کښی لوي بری موندلی ؤ او ماو تسی دونګ ددی جګړی په باب يو مشهور شعر هم ليکلی ؤ ٠ البته اوس په دی ځای کښی جنګی دود نه پاتی کيږی او سيلانيان له دغه منظره دار ځای نه ښه ځونداخلی چه سپينی وريځی لکه سمندر د غرونو د څوکو په منځ څپی وهی ، د غرونو څوکی د سپينو وريځو په منځ له ورايه ښکاری چه لکه د سپين سمندر له سطحی نه يو يو ټاپو د خلکو په نظر راځی ٠ که تاسی د غره له څوکی نه ښکته وګورۍ داسی زړه راکښونکی منظره حتماٌ ترسترګو کيږی چه تيز لاښونه په هسکه غاړه ولاړ دی ، د ګړنګونو پرتل او د غرونو پر لمنو ځنګلونه ګڼه ګوڼه دی او د ونو شنی پاڼی لکه غټ شين بيرغ په فضا رپی ، د ازاليا سره ګلان چه اوس د جين ګانګ شان په ښاری ګلانو ټاکل شوی دی د شنو ونو په منځ د وږمی سره سم نڅا کوی او د سيند رڼی اوبه د لمر تر وړانګو لاندی لکه نقره يی مار حرکت کوی ٠

محترمو دوستانو ، که تاسی وغواړۍ جين ګانګ شان ته سفر وکړۍ ، نو ښه به دا وی چه د کال له اپريل نه تر اکتوبر پوری ورځی ٠ ځکه چه په دغو مياشتو کښی د ازاليا ګلان ښه شګوفه کوی چه منظره يی نسبت نورو مياشتو ته زياته ښايسته د ه ٠