زمونږ په ټولنه کې د زيات شمير خلکو عقيده دا ده چه که ماشوم يي چاغ او په غوښو پټ وي ، نو صيحت به يي هم ښه وي او که ماشوم يي چاغ نه وي نو دا به د ناروغۍ نښه وي ٠ کله کله په کتابونو ، ورځپاڼو او تلويزيوني پروګرامونو کې ډير ښکلي چاغ ماشومان ښکاري چه د لويانو زياته مينه راجلبوي ٠ خو حقيقت دا دي چه د هر ماشوم په بدن د غوښو پنډونه دده د روغتيا علامه نه ده او نه د هر ماشوم بي غوښو بدن د ناروغتيا او مرض پيغام دي ٠ نه شي ويل کيږي چه ګواکي ټول چاغ ماشومان روغ او ټول ډنګر ماشومان په ناروغيو اخته دي ٠ که ماشوم ډير خوراکونه وخوري او ډير چاغ وي ، نو دغه کار تر يوي اندازي پوري د دوي له پاره ډير خطرناک دي ٠ د طبي څيړنې له مخې هغه ماشوم چه د وړوکتوب په وخت کې ډيد چاغ او وزن يي ډير زيات وي ، نو کله چه لوي شي ، د دوي د وينې د لوړ فشار او د وينې د رنګ د ناروغيو د پيښيدو ميزان د هغو کسانو په نسبت چه د بدن وزن يي عادي دي ، ډير لوړ ښکاره شي ٠ دغه راز د نوموړو چاغو ماشومانو په منځ کې چه عمر يي د لسو تر شلو کلن پوري دي ، ډير امکان شته چه ځيني يي د وينې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته شي ٠ د اړوندو پوهانو په نظر د وړوکتوب په وخت کې د چاغوالي د ناروغۍ علاج د لويانو په نسبت ډير مشکل دي ٠ نو پلارونه او ميندي بايد په چاغو ماشومانو باندې پروتيني لرونکي خوراکونه کم کړي او د هغوي په ځاي دي ماشومانو ته ځيني تازه سبزي او ميوي ورکړي ، دغه راز پلار او مور دي د ورزش له پاره دوي ته به تشويق ورکړي څو چه دوي لږ څه ډنګر او بدن يي پياوړي شي ٠