<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-11 20:20:43    
جانګ ګوه لي او دنګ جي د بيجينګ ښار د باغونو د سمسورتيا لپاره خپل قوت وقفوي

cri

د چين فلمي ستوريو ښاغلی جانګ ګوه لي او دده ميرمن دنګ جي لږه موده دمخه د بيجينګ ښار د باغدارۍ د رياست په بلنه د بيجينګ ښار د باغونو د سمسورتيا په برخه کي د عامه ښيګڼود نماينده ګيو په توګه دنده په غاړه واخيستله ٠

د موافقت نامې د لاسليکولو په مراسمو کي د بيجينګ ښار د باغدارۍ د رياست مرستيال ښاغلی دنګ سي پينګ وويل چه ښاغلی جانګ ګوه لي او ميرمن دنګ جي د بيجينګ ښار لومړنی هغه کسان دي چه د څړ ځايونو له ساتنې سره يي موافقت نامه لاسليکه کړيده ٠د ١٩٩٩ کال نه تر اوسه پوري ، دوي په مسلسلو ٦ کالو کي د بيجينګ د فو سينګ منګ د څړ ځايونو د ساتنې دنده په غاړه اخيستي او ددې لپاره يي ٢ لکه او٤٠ زره ژن مين بي يوونه پيسي پکي اچولي دي ٠ دوي د وزګاري په وخت کي هم فو سينګ منګ ته ځي او هلته د څړ ځايونو د ساتنې د حالت ليدنه کتنه کوي او کله کله هم د کارګرو سره يو ځای د واښو او ګلانو د څانګوقيچي کوي ٠

ښاغلی جانګ ګوه لي د موافقت نامې د لاسليکولو په مراسمو کي وويل چه په ١٩٩٩ کال کي د نيالګيو د ايښودلو په يوه داوطلبانه فعاليت کي ما د باغدارۍ د رياست له ملګري سره د خبرو اترو په وخت کی معلومات تر لاسه کړل چه د بيجينګ ښار د سمسورتيا حالت د خارجي هيوادو په نسبت زياته فاصله درلوده ، نو هيله مي څرګنده کړه چه د يوې قطعې څړ ځاي ساتنه په غاړه واخلم ٠ که څه هم په هغه وخت کي مو زياتې پيسې هم نه درلودې ، خو مونږ هم د يوې قطعې څيړ ځای له ساتنې سره موافقه کړی وه ٠ هغه زياته کړه چه مځکني کره ، چين او بيجينګ دريواړه زمونږ کورونه دي ، هيله لرم چه پيسې لرونکي کسان د څړ ځايونو له ساتنې سره موافقه وکړي او پيسې نه لرونکي کسان د چاپيريال ښه ساتنه وکړي او په خپلو واقعي عملونو سره زمونږ د کورونو پاملرنه وکړي ٠ څلور کاله وروسته به يعني په ٢٠٠٨ کال کي د اولمپيک سپورتي لوبه په بيجينګ ښار کي جوړه شي ، مونږ بايد بيجينګ لا ښکلي ابادکړو٠

خبريال د موافقت نامې د لاسليکيدو له مراسمو څخه هم خبر اخيستي چه له ١٩٩٨ کال نه راهيسي چه د بيجينګ ښار د څړ ځايونو د ساتنې سره د موافقه کولو په فعاليت لاس پوري کړي ، د هغو څړ ځايونو مساحت چه د تصديو او اشخاصو له خوا د هغوي د ساتنې سره موافق شوي ،٢ مليونو مربعو مترو ته رسيدلی دی ٠

د معلوماتو له مخي ، د څړ ځايونو د ساتنې وخت بايد لږ تر لږه يو کال وي او د هر مربع متر څړ ځای د ساتنې لپاره معياري لګښت بايد له شپږ نيمو يونو څخه کم نه وي ٠له څړ ځايونو سره موافقه کوونکي يونټونه هم کولي شي چه د څيړ ځايونو د مساحت سره سم له هغو حقوقو نه برخوردار شي چه په څړ ځايونو کی نښه لرونکي لوحې ودروي او په څړ ځايونو باندی نومونه کيږدي ٠

ددې لپاره چه ښاريان او تصدی د څړ ځايونو په ساتنه او ابادۍ کي برخه واخلي ، د بيجينګ ښار د باغدارۍ رياست د ښاري سيمې له څړ ځايونو نه ١٠٠ قطعی ښه څړ ځايونه ټاکلي دي څوچه يي ټولنې ته معرفي کړي ٠