<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-11 20:51:27    
وروموچي ښار ته کتنه

cri

وروموچي ښار د چين د سينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې مرکز دی او د سمندر د سطحې نه ٩٠٠ متره لوړوالی لري ، په ښاري سيمه کې د ويغور ، هان ، قزاق ، مغول ، تاجک د قومونو په شمول يو مليون نوي زره تنه خلک اوسيږي ٠

وروموچي ښار يو نوي اباد شوی صنعتي ښار دی ، په دې ښار کې د فوﻻدو ، اوسنو ، څرمن ، سکرو، سمنټو ، نفتو ، نساجي او د غاليو د اوبدلو په شمول يو لړ صنايع شته ، په دې وروستيو کلونو کې د وروموچې په ښار کې صنايعو په ډيرې چټکۍ سره انکشاف موندلی دی ٠ دغه راز وروموچي يو توريستي ښار هم دی ٠

د وروموچي د ښار مساحت دوولس زره مربع کيلومتره دی ، هوا يې متعدله ده او ښکلې طبيعي منظرې لري ٠

د وروموچي ښار د ختيځ او جنوب خوا ته د تيان شان نومي غرونه وﻻړ دي ، د تيان شان په غرونو کې يوه لوړه څوکه شته چې بوګدا نوميږي ړ ددې څوکې په نيمه برخه کې يو لوي جهيل شته چې خلک ورته تيان څي وايي يعني د اسماني ملکې حوض معنی ورکوي ٠ ډيره پخوا خلکو دې حوض ته د ياو څي نوم هم ورکاوه ، د تيان څي جهيل په باب ځينې افسانې هم شته ، او د خلکو په منځ کې يې رواج و موند چې له دې جملې څخه يوه افسانه شته چې وايي د درو زرو کالو نه مخکې د جومو په نامه امپراطور دچين د مرکزي او داخلي سيمو څخه د لويديځي سيمې ياو څي جهيل ته ورغي او په دې سيمه کې دوانګ مو نومي ملکې لخوا ډيره توده ميلمه پالنه وشوه

او د ياڅي د حوض د خورا پاکو اوبو څخه يې ښه او مزه دار شراب جوړکړاو د ياو څي جهيل يعني د تيان څي جهيل په غاړه کې يې لويه ميلمستيا ترتيبه کړه ٠ په دې ميلمستيا کې ډيرې تازه او خوږې ميوې ايښودل شوې وي او سندرې او نڅايې کولې ٠ جوموامپراطوروانګ مو ملکې ته زيات شمير د داخلي او مرکزي سيمو څخه راوړل شوي د سرو او سپين زرو تزينات او ځانګړي محصولات او ډير ښکلي ورښمين ټوکران وړاندې کړل او وانګ مو ملکې جومو امپراطور ته زياتې قيمتي ډبرې هم ورکړې ، ورپسي دوي سره يو ځاي زياتو ښکلو او منظره لرونکو ځايونو ته هم سفرونه وکړل ٠ يوه بله افسانه دا ده چې وايي تيان څي جهيل پخوا د وانګ مو ملکې او د نورو ښځينه ښاپيريو د ځان د مينځلو حوض و او د تيان څي د حوض دپاسه رنګينې وريځې د ملکې ښکلي کالي و٠ د دغو په زړه پوري افسانو د رواجولو له امله د تيان څي جهيل ته ﻻ زيات مرموز رنګ ورکړل شو٠

د تيان څي جهيل د سمندر د سطحې نه ١٩٨٠ متره جګ او مساحت يې تقريبأ پنځه مربع کيلومتره دی ٠ د جهيل منځني ژوروالی ٤٠متره دی او ډير ژور ځاي يې ١٥٠ مترۍ لري ٠د تيان څي دجهيل اوبه د شاوخوا لوړو غرونو د واورو د اوبو کيدو نه وروسته جهيل ته بهيږي نو ځکه په دې جهيل کې اوبه ډيرې صافي ، پاکې او يخې وي ٠

څرنګه چې تيان څي جهيل د غر په نيمه برخه کې پروت دی نو چاپيريال يې ډير ښکلی ښکاري ، دجهيل يوه خوا يې لوړ غرونه دي او د غرونو پر سر باندې سپينې واورې ليدلې کيږي او په بله خوا کې يې ځنګلونه دي ، په شين اسمان کې سپينې وريځي هاخوادېخوا ځي راځي ، دغه ښکلې منظره د جهيل په پاکو اوبو کې منعکسه کيږي ، د تيان

څي جهيل ښکلې او په زړه پوري منظرې د هرکال په دوبي کې بي شميره چيني او خارجي سيلانيان ځان ته راجلبوي ، سيلانيان کولی شي چې د جهيل په غاړه کې د طبيعي منظرو سيل وکړي او هم د کښتۍ په واسطه د جهيل د شاوخوا ځايونوڅخه خوند واخلي ، کله چې سيلانيان ستړی او وږی شي نو د جهيل په غاړه کې خيمې شته ، سيلانيان په خيمو کې د شيدو ځاي څښلی شي او د پسه د غوښو کباب خوړلی شي ( لنډه دا چې محلي خلک وايي که سيلانيان د تيان څي جهيل ښکلې منظره نه وي ليدلې نو ددې معنی ورکول کيږي چې سينجيانګ ته نه وي تللي ٠

ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د سينجيانګ د وروموچي د ښار په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠