<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-12 17:31:50    
د الفت په باب

cri

استاد ګل پاچا الفت د شعر او ادب په اسمان کی يو ځلاند ستوری دی . د هغه په ژوندانه کی ، د هغه ډيرې دينی ، ادبی ، اجتماعی ، انتقادی ، علمی او څېړنيزې مقالې او کتابونه چاپ شوی دی . د هغه تر مړينې وروسته د هغه يو شمير ناچاپ أثار هم چاپ شوو او ځينې چاپ شوی کتابونه يی بيا او بيا چاپ شول .

ښاغلی ګل پاچا الفت د ميرسيد پاچا زوی د سيد پاچا لمسی په خټه سيد پښتون او په١٢٨٧شمسی کال د ننګرهار د لغمان د عزيز خان په کڅ کی زېږدلی دی . علمی تحصلات يی په غير رسمی مدرسو کی کړی او د خپل وخت متد او له علوم لکه صرف ، نحو ، منطق ، تفسير ، حديث ، معانی او بيان يی ننګرهار او کابل له مشهورو استاذانو نه لوستی دی .

په ١٣١٤هش کال د انيس د ورځپانې په اداره کی د کاتب په حيث مقرر شو ، په ١٣١٥هش کی د هغه وخت د انجمن ادبی ( چه بيا پښتو ټولنه شوه ) د تاليف و ترجمې په څانګه کی په غړيتوب ومنل شو چه د زيری اخبار يی هم چلاوه ، په ١٣١٨هش کی د پښتو ټولنې د صحافت د مديريت مرستيال شو ، په ١٣١٩کی د پښتوټولنې د لغاتو او قواعدو د څانګې مدير شو . په ١٣٣٠هش کی د اصلاح د ورځپاڼې د پښتو مشاور شو او په همدغه کال د پښتو ټولنې لوی مبصر او د کابل د مجلې چلوونکی و ټاکل شو ، په ١٣٢٥هش کال کی د ننګرهار د اتحاد مشرقی د جريدې مدير شو ، په ١٣٢٧هش کی د ننګرهار د قبائلو مدير شو او په ١٣٢٨هش کال کی د جلال اباد د خلکو لخوا دملی شوری په ٧دوره کی په وکالت انتخاب او په ملی شوری کی دوهم معين وټاکل شو . په ١٣٣١هش کال کی د لغمان د قرغيو د خلکو له خوا د ملی شوری د ٨دوری په وکالت و ټاکل شو ، په ١٣٣٤هش کی د جلال اباد د خلکو له خواد لويی جرګې وکيل شو ، او په ١٣٣٥هش کال کی په لومړۍ رتبه د پښتو ټولنې مشر وټاکل شو چه تر اوسه په همدی کار مشغول دی . او بر سيره پر هغه د ادبياتو په فاکولته کی د پښتو ژبې استاذ هم دی ، درس ور کوی . الفت صاحب د پښتو ژبې په نننيو ليکوالو او اديبانو کی ډير لوړمقام لری او د استاذۍ منزلت ته رسيدلی دی ، په نثر او نظم کی استاذانه قلم لری او په پاړسو کی هم ښه نثر ليکی او د نظم استعداد هم ورسره شته ، په عربی کی يی هم کله کله مقالې ليکلی دی .

د ده شعر ډير سليس ، روان ، خوږ او په عين حال کی له ابتکاره ډک دی ، ډير نازک او نوی خوندور رنګ ورکوی .

په نظم او نثر کی د پوره استدلال خاوند دی ، په تيره بيا د ده منثور اشعار او د نثر خوږې ټوټې له هره حيثه زړه وړونکی دی . بالخاصه چه په دی ټوټو کی اجتماعی دردونه په ښو اغيزناکو الفاظو کی بيانوی .