<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-12 17:50:53    
د بيرمودا ټاپوګان

cri

بيرمودا يو ډير مشهور توريستی ځای دی چه داتلانتيک په لويديځه خوا کښی واقع دی او د انګليستان يوه مستعمره ده . بيرمودا د يو سلو پنځوسو کوچينيو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی چه په دی جمله کښی د اوه لويو ټاپوګانو تر منځ سړک او پل شته او په څه نا څه شلو ټاپوګانو کښی يی اوسيدونکی ژوند کوی ، د نفوس عمومی شمير يی اوه پنځوس زرو تنو ته رسيدلی چه اويا فيصده برخه تور پوستان او د سپين او تور پوستانو دورګه کسان دی ، د بيرمودا عمومی مساحت دری پنځوس اعشاريه دری مربع کيلو متره دی او په نهو ناحيو ويشل شوی دی . دغسی ټاپوګان په ١٥١٥کال کښی د هسپانيی دريانورد (سمندری مسافر )هوان دی بيرمودا له خوا کشف شوی او وروسته دغه ټاپوګان دده په نوم ياد شوی دی . په ١٦٠٩ کال کښی زيات شمير انګريزان د کرکيلی دپاره بيرمودا ته لاړل او په ١٦٨٤ کال کښی بيرمودا د انګليستان له خوا ونيول شو او په يوه مستعمره بدله شوه . په ١٩٦٨ کال کښی په بيرمودا کښی د خودمختارۍ نظامقايم شو . څرنګه چه په بيرمودا کښی هوا ډيره مساعده ده ، د کال په هرفصل کښی تازه ګلان او شنی ونی ليدل کيږی .، د لمر تروړانګو لاندی په بحری غاړه توريستان سيل کوی .نو بيرمودا هرکال ډير زيات توريستان راجلبوی . له دی امله چه په دغه ځای کښی بيړۍ او الوتکی کله کله بی سببه ورکيږی، نو دغه ځای دبيرمودا داسرارو نه ډکی مثلثی ناحيی په نامه ډير شهرت لری .

د سينا ټاپووزمه

د سينا ټاپووزمه د مصر د سويز کانال په ختيځ او د اسيا او اقريقی د لويو وچو په منځ کښی واقع ده . دسينا د ټاپووزمی اوږدوالی درو سوو اويا کيلو مترو او پلنوالی يی شلو کيلو مترو ته رسيدلی او تقريبا شپيته زره مربع متره مساحت لری . سينا د سپوږمۍ معنی لري او زياتره برخه يی صحرا ده او يوازی په جنوبی خوا کښی يی ډير جګ غرونه ولاړد ی چه ډيره لوړه څوکه يی د بحر له سطحی نه دوه زره شپږسوه اوه ديرش متره جګه ده په سينا کښی ډير لرغونی او قديمی ارزښتناک اثار ښه ساتل شوی او ډير په زړه پوری او ښکلی افسانی او داستانونه د خلکو په منځ کښی رواج لری .د مسيحی دين په مقدس کتاب کښی هغه قصه ليکل شوی وه چه دسينا په غر کښی د يهوديانو مشرموسا لس مذهبی احکام منلی دی ، وروسته سينا سم په دی اساس ډير شهرت موندلی دی . دسينا په جنوب دغره په لمن کښی يوه کاتوليکی کليسا ، يوه يهودی کليسا او يو جومات دری قديمی عظيمی ودانۍ ولاړی دی چه يو زر څلور سوه پنځوس کاله تاريخ لری .