د چين په مرکز بيجينګ کي يوه ډله داسي ښځې شته چه دوي پخوا د فابريکو کارګرې وې ، خو وروسته له فابريکو نه اضافه بسته شوي اود ازموينې له لارې يي د خپل صميمي ، دقيق او ښه خدمت په اتکا ، اوس د جشن او رخصتۍ په ورځو کي د بيجينګ په لويو هوټلونو کي د ميلمستيا په خدمتي کار لاس پوري کوي ٠
د تير کال په اکتوبر کي د چين د ملي جشن په اوه ورځني رخصتۍ کي ، د چين لوي هوټل د څه د پاسه سلو ځلو لپاره داسي ښځې ګمارلي دي او دوي په منځني توګه هره ورځ پنځه يا شپږ ساعته کارونه کړيدي ٠
له فابريکي نه برطرفه شوي ښځينه کارګره ما اين فان چه د تير کال د اکتوبر په دوهمه او څلورمه نيټه ، د چين د لوي هوټل په ميلمستون کي کار وکړ ، خبريال ته وويل چه زمونږ کارونه اساسأ انعطاف منونکي دي ، په بل عبارت زمونږ کارونه د ساعت له مخي حسابيږي ، هوټل چه مونږ ته خبر راکوي ، نو مونږ هوټل ته ځو ٠ هغې زياته کړه چه په لوي هوټل کي کار کول په فابريکه کي له کار کولو سره بيخي يو شان نه دي ٠ دلته د کار کولو اهنګ چټک دی او د کار کولو په وخت کي مونږ ډيرې بوختي يو ٠
٤٤ کلنه ما يان فان پخوا د بيجينګ د يوې لويي دولتي فابريکې کارګره وه ٠ اوس د لوی هوټل په ميلمستون کي کار کوي او يو تن د يوه ميز د ميلمنو لپاره خدمت کوي ، نو د کار کولو په وخت کي ډيره بوخته ده ٠ که دوی د کار له کومو اصولو سره اشنا نه وي ، نو د کار اهنګ به نه شي تعقيب کړی ٠
اوس ما يان فان داسي ژور احساس لري چه د بيلا بيلو صنفونو تر منځ توپيرونه خورا زيات دي ٠ هغې وويل چه هر کار بايد له سر نه زده شي ٠ ما د خپل ظاهری صورت ، د بشقاب په لاس د ګرځيدو ، د ميلمستيا د ميز د ترتيبولو ، ميلمنو ته د شراب او شربت د ورکولو او په انګليسي ژبې له ميلمنو سره د خبري کولو نه تر ډول ډول ميلمستيا وو او لويو مجلسونو او نندارتونونو پوري په تدريجي توګه د ميلمستيا د خدمت مقررات او مهارتونه زده کړيدي ٠ اول ددې لپاره تر ټولو نه مشکل کار دا و چه په يوه لاس څلور پنځه ډوله شربت وړونکي پطنوس پورته کوي چه څه د پاسه پنځه کيلوګرامه وزن لري ٠ دوی د بشقاب په پورته کولو سره د ميزونو تر منځ ځي او راځي ، خو له هيچا سره ټکر نه کوي او د تللو په وخت کي خپل وجود هم نه شي ښورولي ٠ هغه باور لري چه د زيات تمرين کولو په اتکا هر ډول مهارت په خپل لاس کي نيول کيږي ، نو په کور کي يي هم تمرين کاوه او ژر يي دغه مهارت زده کړ ٠
ما يان فان پخوا له خپل ميړه سره په يوه فاريکه کي کار کاوه او د شل کلنۍ په وخت کي د ازموينې له لارې فابريکې ته داخله شوي وه ٠ څرنګه چه دغه يوه ډيره مشهوره او لويه دولتي فاريکه وه ، نو په دي فابريکه کي کار کول ددې لپاره ډير د وياړ ځای و ٠ هره ورځ يي د فابريکې او کور تر منځ تګ راتګ کاوه او هيڅ انديښنه يي نه درلوده ٠ څو کاله دمخه د فابريکې تجارتي حالت ښه نه و او د کورنۍ اقتصادي عايدات يي هم په ښکاره توګه کم شوی و ٠ نو خاوند او ښځې دواړو فکر وکړ چه ددوي څخه يو نفر بايد له فابريکې نه ووځي او نور کار دی پيدا کړي ٠ خو دا احساس يي درلود چه له فابريکې نه برطرفيدل يو رسوا کار دی او خپلوان او دوستان به په خپل ځان باندی وخندوي ٠ برسيره پردی ، عمر يي له ٤٠ کالو نه زيات شوي ، په کور کي يي هم پلرونه او ميندې او هم ماشومان لري او معلومات تر ځوانانو نه هم لږ دي ، نو که دوي له فابريکې نه ووځي ، نو کوم صنف به دوي ومني ؟
اوس څه د پاسه دوه کاله کيږي چه ما يان فان د لوي هوټل په ميلمستون کي کار کوي او هغه له دي کار سره ډيره مينه او علاقه لري ٠ هغې خبريال ته وويل چه بهرني نړۍ ډيره رنګارنګه او ښکلي ده ٠ له فابريکې نه د برطرفيدو نه وروسته په ټولنه کي زما تجربې زياتې شوي او په لوي هوټل کي مي زيات معلومات او مهارتونه زده کړيدي ٠
اوس ډيره پښيمانه شوي يم چه بايد وختي له فابريکې نه وتلي وم ٠ په راتلونکي وخت کي به زه هم خارجي ژبي او کمپيوتر زده کړم څو چه لا په ښه توګه د ميلمنو خدمت وکړم ٠
د چين د لوي هوټل منيجر ښاغلی جانګ سيو هوي خبريال ته وويل چه دغه ښځې پخوا په فابريکو کي زيارکښې کارګرې وې او ښه اخلاق يي درلود ٠ نن ورځ دوي د ميلمستون په کار کي په تودو احساساتو سره د ميلمنو خدمت کوي او د ډوډۍ خوړلو لوښو ته په ګرانه سترګه ګوري ، نو د هوټلونو خوښي او د ميلمنو ستاينه يي حاصله کړيده ٠ اوس په بيجينګ کي د پنځو ستوريو په درجه زياتو لويو هوټلونو کي دوي ګمارلې شويدي چه د ميلمستيا لپاره خدمتونه وکړي ٠