د سين هوا اژانس د سپتمبر په ١٣مه نيټه د پاکستان د خبری سر چينو په قول خبر ورکړ: د سپتمبر په ١٢مه نيټه د پاکستان د جنوبی وزيريستان په سيمه کی د پاکستان دامنيتی پوځ او قبايلو د يوه قوم د وسله والو قواوو سره سخته جګړه وکړه او د دی جګړی په اثر ١٣تنه مړه شول . د معلوماتو له مخی :د سپتمبر په ١٢مه نيټه سهار وختی د جنوبی وزيريستان د قبايلو يوه قوم د پاکستان امنيتی پوځ ته اجازه ور نه کړ چی په شمالی وزيريستان کی د دندی د عملی کولو دپاره د دوی د کنترولو له سيمی څخه تير شی نو له دی امله د دواړو خواوو ترمنځ جګړه وشوه . په تيرو څلورو ورځو کی د پاکستان امنيتی پوځ په جنوبی وزيريستان کی د القاعدی له سازمان او د پاکستان دقبايلو له وسله والو قواوو سره چی له القاعدی سازمان سره ملا تړ کوی جګړه وکړه او پکی څه د پاسه ١٠٠ تنه مړه شول .
|