<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-13 18:23:27    
عمومی سړکونو تبت بدل کړی دی .

cri

پنځوس کاله کيږی چه له چينګ های نه تر تبت پوری او له سی څوان نه تر تبت پوری عمومی سړکونه جوړ شوی او په کار لويدلی دی . په دغو پنځوسو کلونو کښی د تبت عمومی سړکونو د تبت په اقتصادی ابادۍ کښی ستر رول لوبولی دی .

د تبت دخودمختاری سميی د مواصلاتو د اداری رئيس جيا څوو وويل چه اوس په ټول تبت کښی د عمومی سړکونو عمومی اوږدوالی يو څلويښتوزرو درو سوو دوو کيلو مترو ته رسيږی او موټرونه په سلو کښی په نوی علاقه داريو کښی تګ

را تک کولی شی ،حال دا چه د عمومی سړکونو داسی ستره شبکه په دی وروستيو پنځوسو کلونو کښی جوړه شوی ده .

په ١٩٥٤ کال کښی د نوموړو دوو عمومی سړکونو د جوړيدو نه مخکښی بی له دی نه چه دتبت د لاسا په ښار کښی ځينی خاورينی لاری موجودی وی ، يو عمومی سړک هم نه ليدل کيده . اوس د عمومی سړکونو د ستری شبکی له لاری پرسونل ، تجارتی مالونه او خبرونه په پر له پسی ډول د تبت بيلا بيلو ځايونو ته ليږدول کيږی .

اتيا کلنۍ سپين ږيری ليو ګوانګ فان د لارو جوړولوپه برخه کښی د نوی چين د لومړۍ ډلی کارګر دی . په هغه وخت کښی هغه د اوښ په بيولو سره له چينګ های څخه تر تبت پوری د عمومی سړک په ابادۍ کښی ګډون کړی و او په لاره کښی د درو مياشتو دوخت په تيرولوسره له کولمو څخه دلاسا ښار ته ورسيد .په هغه وخت

کښی د ژوند شرايط ډير ګران و او له خپلو ملګرو سره يی يو ځای دزياتو مشکلاتو په ليری کولو سره يو داسی لومړۍ عمومی سړک جوړ کړ کوم چه دنړی پر بام باندی

پروت دی . نن ورځ ددغه عمومی سړک د څلور ځله اصلاح کولو نه وروسته يوازی په يوه ورځ کښی مسافرين او مالونه له کولمو څخه لاسا ته رسيدای شی .

اوس دننه په هيواد کښی څلور عمومی سړکونه تبت ته داخليدای شی ، دنيپال مرکز کتمندو ته د تګ دپاره يو بل بين المللی عمومی سړک هم شته او له چينګ های نه تر تبت پوری عمومی سړک په سلو کښی د پنځه اتيا مسافرينو او په سلو کښی د نوی مالونوپه ليږدولو سره ترانسپورتی دندی په غاړه لری .

رئيس جيا څوو بيا زياته کړه چه د عمومی سړکونو د په کار لويدو سره سره د د پرسونلو ، تجارتی مالونو او خبرونو په برخو کښی تبادلی هم شروع شوی دی ، ور پسی اقتصاد هم زيات انکشاف موندلی دی . په دايمی سرمايو کښی دهغو پانګو عمومی شمير يوازی په تيرکال کښی په سلو کښی ديرش زيات شوی کوم چه تبت د عمومی سړکونو د ابادولو له لاری را منځ ته شوی دی . د عمومی سړکونوپه واسطه لا زيات بزګران او مالداران له لوړو غرونو او څړ ځايونو څخه ازاد شوی دی ، ددوی عايدات هم په ښکاره توګه زيات شوی دی . تير کال د مواصلاتو اداری د نهو سوو دوولسو مليونو ژن مين بی يونو په مصرفولو سره په کليوکښی ددوو زرو کيلو مترو په اوږدوالی لاری جوړی کړی ، څو چه موټرونه په يو سلو اوه څلويښتو علاقه داريو او پنځو سوو اته نوی اداری کليو کښی تګ راتګ وکولی شی .

له چينګ های نه ترتبت پوری دعمومی سړک د په کار لويدو په ابتدايی موده کښی د ناچو په سيمه کښی يوازی يو محلی ترانسپورتی ټيم او شپږ لارۍ موجود ی وی ، اس او باروړونکی غوايی يی عمده ترانسپورتی الی وی . اوس په دغه ځای کښی اوه زره شپږ سوه ډول ډ ْول موټرونه شته چه په دی جمله کښی څه نا څه دری زره

موټرونه په بزګرانو او مالدارانو پوری اړه لری .

د عمومی سړکونو د شبکی د جوړولو په اثر نه يوازی تبت ته د ابادۍ زيات شميرمالونه او د ژواندانه ضروری شيان رسول شوی ، بلکی تبت ته د زيات شمير داخلی او خارجی سيلانيانو د ورتګ دپاره زمينه هم برابره شوی ده او ټول خلک دعمومی سړکونو په واسطه لا زيات تبتی مشهور منظردار ځايونه ليدلی شی .