<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-14 19:05:06    
د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو د زده کوونکو د سالمې ودې لپاره پنځه پيشنهادونه

cri

د اګيست په ١٦ مه نيټه ، د بيجينګ ښار د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو د تعليمي کار په غونډه کی ، د بيجينګ د پوهنتونونو ، منځنيو او ابتدايي ښوونځيو سلو تنو تعليمي متخصصانو په ګډه سره د ګرد هيواد د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو د زده کوونکو پلرونو او ميندو ته يو خط وليکه چه پکي يي پنځه پيشنهادونه وړاندي کړل او هيله يي څرګنده کړه چه پلرونه او ميندې له ښوونځيو او استاذانو سره په لا ښه توګه هماهنګي وکړي څو چه د اولادونو د سالمې ودې لپاره لا ښه تعليمي چاپيريال برابر کړي ٠

د سلو تنو متخصصانو له خوا وړاندي شوي پنځه پيشنهادونه په دی ډول دي :

لومړی ، لويان بايد د اولادونو هر اړخيزې ودې ته پاملرنه وکړي ٠ د لويانو له خوا د دولادونو درسونو ته پاملرنه کول يو عادي کار دی ، خو لويان بايد ددوي احساساتو ، رويي ، اخلاق او ارادې ته لا زياته پاملرنه وکړي ٠ پرته د سالم اخلاق د ودې نه ، ښه درسي موفقيتونه هم دوي ته د تمام عمر نيکمرغي نه شي رسولي ٠

دوهم ، لويان بايد د زده کړی سره دخپلو اولادونو علاقه او ښه عادت وروزي ٠متخصصانو وويل چه لويان بايد يوازي د اولادونو درسي نمرو ته توجه و نه کړي ، بلکي ددوي د زده کړي علاقه او عادت ته لا زياته پاملرنه وکړي ځکه چه د زده کړي سره ښه علاقه او عادت د زده کوونکو برخليک فيصله کولي شي ٠

دريم ،لويان بايد اولادونو ته پخپله د لاري وهلو د زده کړي فرصت ور کړي ٠

متخصصان د کوچنيانو د روزنې له هغه پلان سره چه د لويانو له خوا په کوچنيانو باندي تحميل شوي موافقه نه لري او دا نظريه لري چه تر ټولو نه ښه طريقه دا ده چه لويان خپلو اولادونو ته نظريات او پيشنهادونه وړاندي کړي او يوازي له مشکلاتو او مسايلو سره د مخامخ کيدو په وخت کي ددوی سره مرسته وکړي ٠

څلورم ، لويان بايد ښه تعليمي نظريه ولري ٠ متخصصانو دی ته اشاره کړيده چه لويان بايد پروخت د اولادونو غوره والی او پټه قوه او ښه اخلاق او خوي خصلت پيدا کړي ٠ کله چه کوچنيان له مشکلاتو سره مخامخ دي او يا غلطي کوي ، د لويانو انتقادونه او خپګان اغلبأ تر ټولو نه بد تعليمي عمل ګڼل کيږي ٠ که لويان يوازي د کوچنيانو د ناوړو کارونو علت تحليل کړي ، نو په غير شعوري توګه به خپل ځان له غلطيو نه خلاص کړي او د کوچنيانو په مقابله خوا کي به ولاړ شي ٠ نو لويان بايد له کوچنيانو سره يو ځاي ددوي مشکلات او ستونځي ليري کړي او خپل مسوليت په غاړه واخلي ٠ داسي پاملرنه د لويانو او کوچنيانو تر منځ رواني فاصله کمولي شي ٠

پنځم ، لويان بايد په اصولي موضوعاتو کی د کوچنيانوسره سازش و نه کړي ٠

متخصصانو پيشنهاد کړي چه لويان بايد د کوچنيانو له مختلفو اړتياوو او ارادو سره محتاطه رويه غوره کړي او نه يوازي بايد د کوچنيانو د معقولو يا نامعقولو غوښتنو له مخي ، بيلا بيلې طريقې غوره کړي ، بلکي بايد د کوچنيانو د معقولو غوښتنو د رفع کولو په عين حال کي ځيني لازم شرايط وړاندي کړي څو چه هر

ماشوم او کوچني هغه تجربي چه خپله اراده د کوشش او سختۍ له لارې تر سره

کولي شي ولري او هغه ريښتياني احساسات ولري چه زده کړه د طاقتونو بنسټ دی او کار کول شتمني جوړوي ٠