<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-14 19:18:33    
اته کلني نجلۍ د سبزيو پخولو په مسابقه کي خپل نوم ثبت کړيدی

cri

د چين د نان فانګ په نامه د ورځپاڼې د خبر له مخي ، اته کلنه نجلی ليو تيان هونګ په دی وروستيو ورځو کی د خپل پلار په ملګرتيا ، د چين د ګوانګ دونګ ولايت د خوي جو ښار د سبزيو پخولو په لومړي مسابقه کي د ګډون کولو لپاره خپل نوم ثبت کړی دی ٠ هغه د عمر له نظره په ګډون کوونکو کسانو کی تر ټولو نه کشره ده ، نو دا د خلکو د کنجکاوي سبب ګرزيدلی دی ٠

نجلۍ ليو تيان هونګ د خوي جو ښار د لومړي ابتدايي ښوونځي د دوهم ټولګي زده کوونکي ده او د پنځو نيمو کالو په وخت کي يي د سبزيو پخولو سره ژوره علاقه پيدا کړيده ٠ هرکله چه هغه له وړکتون نه کور ته بيرته ستنيده ، که پلار يا موريي په اشپزخانه کي ډوډۍ پخوله ، له پلار يا مور څخه به يي د سبزيو پخول زده کول ٠

نجلۍ ليو تيان هونګ د نورو کوچنيانو په شان هم د کارتوني فکاهي فلم سره مينه لري ، خو هغه په تيره بيا د ورځني خوراکونو په نامه تلويزيوني پروګرام چه د مرکزي تلويزيوني ستيشين له خوا په هره اوونۍ کي خپريږي خوښوي او هر کله چه ددي پروګرام موزيک راپورته کيږي، هغه په ارامۍ سره له سر نه تر پايه پوري دغه پروګرام ګوري ٠

نجلۍ ليو تيان هونګ څو ځله له پلار او مور نه وغوښتل چه پخپله سبزي پاخه کړي ، خو پلار او مور يي د امنيت د موضوع په نظر کي نيولو سره هغې ته فرصت ور نه کړ ٠ وروسته ترهغه چه ليو تيان هونګ اوه کلنه شوه ، مور يي بالاخره موافقه وکړه چه هغه د لويانو تر نِظارت او حمايت لاندی ازموينه وکړي ٠ ليو تيان هونګ د لويانو په شان پيش بند وتړه او د لومړی ځل لپاره يي سبزي پاخه کړل ٠

ددې لپاره چه د سبزيو پخولو په نوموړی مسابقه کي له خپلې سويي نه ښه استفاده وکړي ، ليو تيان هونګ اوس په تمرين پيل کړيدی ٠اوس هغه د خپلې مور تر لارښوونې لاندی په نسبتأ سمه توګه د سبزيو په پخولو کي غوړی ، مالګه او نوره مساله اچولي شي او په اساسي توګه د اور قوه کنترولي شي ٠ په دي مسابقه کي به يي مور ور سره مرسته وکړي چه ددې لپاره سبزي ټوک ټوک کړي ، خو د سبزيو د پخولو بهير به پخپله د ليو تيان هونګ له خوا تر سره شي ٠

د ليو تيان هونګ مور وويل چه په مسابقه کي د ليو تيان هونګ د ګډون کولو مقصد د جايزې اخيستل نه دي ، بلکي يي د هغې تمرين کول او له کوچنيتوب نه ددې د کار کولو د طاقت روزل دي ٠ خبريال له ليو تيان هونګ څخه پوښتنه وکړه چه د لوي کيدو نه وروسته به څه کار وکړي ؟ هغې په واضيحه توګه وويل چه د لوي کيدو نه وروسته به زه د پاخه شويوخوراکونو خوند ګورم ٠