<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-15 17:00:47    
د جنوبي چين په جو هاي ښار کې د ولسونو نيکمرغه ژوند

cri
د جنوبي چين جو هاي ښار په چين کې نوي رامنځ ته شوي يو ډير ښکلې منظره لرونکي ښار دي ٠ له دي امله چه په دي ښار کې د اوسيدو چاپيريال ډير ښه دي نو د جو هاي ښار د هيواد په دننه او دباندې کې ډير شهرت موندلي دي ٠ د دغه ښار اوسيدونکي سپين ږيري لي شون فا سږکال اويا کلن دي، هغه له ځوانيتوب نه د عکس اخيستلو سره زياته مينه درلود ه ٠ نو د تيري پيړۍ له اومې لسيزي نه پيل هغه په کامرې ددي ښار د بيلا بيلو منظرو څخه عکسونه واخيستل ٠ او په کامره کې يي له يو ه کوچينې ماهيګيري کلي نه د يو ښکلي ښار په توګه د جو هاي واقعي بدلونونه عکاسي کړي دي ٠ هغه وويل چه ما د نژدي نيمې پيړۍ راهيسي د جو هاي په ښار کې ژوند کړي دي ، د نيمې پيړۍ نه راهيسي په جو هاي ښار کې ستر بدلون رامنځ ته شوي دي ٠ په تيره اومه لسيزه کې ما ددي ښار څخه ډير عکسونه واخيستل ٠ پخوا جو هاي بلکل د ماهيګيري يو کوچيني کلي و ٠ خو اوس دغه کلي په لوي ښار بدل شوي دي ٠ سپين ږيري پاو له خپلي ميرمن سره د جو هاي ښار په يوه ناحيه کې اوسيږي ٠ د دوي هستوګنځي ډير لوي دي، د هستوګنځي شاوخوا يي شنې ونې او چمنونه ليدل کيږي او منظره يي ډيره ښکلي ده ٠ هغه وويل چه سږکال زه څلور اويا کلن يم، زه دري زامن ، دوه لورګانې او اته لمسيان لرم ، ژوند مو ډير نيګمرغه او له ژوند څخه راصي يم ٠ د جو هاي ښار خپل خصوصيت لري ، دغه ښار د نورو لويو ښارونو سره يو شان نه دي ، دلته ډير لوي لوي عمارتونه نه ليدل کيږي ، بلکه ددي په ځاي ډير شنه چمنونه ، ونې او تازه ګلان ډير زيات ليدل کيږي او ټول ښار ډير روښانه او پاک ښکاري ٠ په ١٩٩٨ کال کې د ملګرو ملتو په اړوند د هستوګنځيود بين المللي مرکز له خوا دغه ښار ته د اوسيدو د ډير غوره چاپيريال په نامه بين المللي جايزه ورکړي شوه ٠ دغه راز د ننه په چين کې د جو هاي ښار هم تل د باغ ښار او د پاک ښار په توګه شهرت لري ٠ د جو هاي ښار دغه غوره والي هم زيات داخلي او خارجي سوداګران راجلب کړي دي ٠ ميرمن چن يان چه په ١٩٩٨ کال کې د ختيځ چين له شانګهاي ښار څخه راغلې ، په دغه ښار کې د څه د پاسه د لسو کالو راهيسي ژوند کوي ، اوس هغه په دي ښار کې يوه قهوه خانه اداره کوي او ژوند يي ډير ښه دي ٠ هغې وويل چه د جو هاي ښار يو ډير په زړه پوري ښار دي ، زما له پاره ددي امکان شته چه دلته کار وکړم ځکه په نورو ښارونو کې داسي کار نه شم رسولي ، خو په دي ښار کې ټولي اسانتياوي زما له پاره شته ٠ ښاغلي والتير د الوتکو د موتور دترميمولو يو ډير تجربه لرونکي کار پوه دي په ١٩٩٨ کال کې له المان څخه جو هاي ښار ته راغلي او تر اوسه پوري له خپل کورني سره يو ځاي په دغه ښار کې په خوشحالۍ سره کار او ژوند کوي ٠ په ٢٠٠٢ کال کې هغه هم په جو هاي ښار کې د جو هاي ښار د غوره اوسيدونکي په نامه فخر تر لاسه کړ ٠ هغه وويل چه په جو هاي ښار کې ډير تجارتي فرصتونه پيدا کيږي ، په دي ښار کې په هرو دوو کالو کې د هوايي چارو په اړه نندارتون جوړيږي ٠ په دي بهير کې مونږ له ډيرو مشترياتو سره تماسونه نيسو چه دا زمونږ د چارو د پرمختيا له پاره ډير ګټور دي ٠ ښاغلي والتير تل د جو هاي ښار د خپل دوهم پلرني کور په توګه ګڼي ، هغه نه يوازي د چين له عنعنوي کلتور سره ډيره مينه لري ، بلکه د چين په باب زيات معالومات هم خپل شاوخوا بهرنيو او جرمني دوستانو ته معرفي کوي ، اوس د ښاغلي والتير د ښو معلوماتو په نتيجه کې دده ډير دوستان هم د اوسيدو له پاره په دي ښار کې پاتي دي او خپلو چارو او ژوند ته دوام ورکو او دوي هم خپل ځانونه د جو هاي ښار د عادي اوسيدونکو په توګه ګڼي ٠