د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د منځنی او لويديځی اسيا د اقتصادی همکارۍ د موسسی مشرانو د سپټمبر په ١٤ نيټه د تاجکستان په مرکز دوشنبی کی دا څرګنده کړه چه ددی موسسی غړی هيوادونه به په اقتصادی ساحه کی د خپل منځی همکارۍ د نژديوالی له لاری د سيمی اقتصادی ابادی او سمسورتيا پرمخبيايی او د نړيوال اقتصاد د يوځای کيدو په بهير کی د سيمه ايز اقتصاد د برخه اخيستنی د ګړندی کولو لپاره به هڅه وکړی .
په نوموړی سرمشريزه غونډه کی د پاکستان ، ايران او تاجکستان مشرانو دا ګډه نظريه څرګنده کړه چه د اقتصادی ودې د پرمخبيولو په غرض بايد مختلف غړي هيوادونه تر هر څه لومړی په ترانسپورتی او مخابراتی ساحو کی سره همکاری وکړی او ژر تر ژره دی ددغو هيوادونو ترمنځ د ترانسپورتی مالونو د انتقال په هکله موافقهتنامه لاسليکه کړی او تر عملي کيدو لاندی دی راولی .
سربيره پردی په نوموړی غونډه کی د جګړی نه وروسته د افغانستان د بيا رغاونی په باب د صندوق جوړونه هم منله شوی ده .