د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د سپتمبر په پنځه لسمه نيټه له غرمي نه وروسته هند په بريالي توګه د تريشول په نامه له مځکې نه هوا ته يوه لنډه فاصله ويشتونکي توغندې وويشتله ٠ نوموړي توغندې د توغنديو د جوړيدو او پرمختيا په باب د عمومي پلان په اړوند د هند د ملي دفاع د څينړې او پرمختيا د موسسې له خوا دڅيړنې او جوړ شويو پنځو مهمو توغنديو څخه ده ٠ دغه توغندې د جامد سؤن موادو په تحريک ، اوږدوالي يي درو مترو ته رسيدلي او د پنځه لسو کيلو ګرامو په وزن ګولې له ځان سره وړل کيږي ٠ دغه راز د ويشتنې ليري فاصله يي نهو زرو مترو ته رسيداي شي او د مځکنيو سمندري او هوايي قواوو له پاره تجهيز کيداي شي
|