د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيخ رشيد احمد د روانی مياشتی په ١٥ نيټه وويل چی د پاکستان جمهوررئيس به په مداومه توګه د ځمکنی قواوو او هم د درستيز وظيفه په غاړه ولری .رشيد د همدی ورځی په ماښام په مطبوعاتی غونده کی وويل چی د پاکستان د اوسنيو حالاتو له نظره جمهوررئيس مشرف بايد په مداومه توګه د نظامی وظيفه په غاړه ولری او د پاکستان د اساسی قانون د تعديلنامی د ١٧مه مادی له مخی جمهوررئيس د ځمکنی قواوو او هم د درستيز وظيفه په غاړه اخستلی شی . د پاکستان د اساسی قانون پوهانو کولی شی چی د دی موضوع په بابتوضيحات ورکړی . رشيد زياته کړه چی د پنجاب د صوبی پارلمان په دی باب مربوطه پريکړه تصويبه کړيده او د جمهوررئيس لخوا په مداومه توګه د نظامی وظيفی د په غاړه اخيستلو په هکله د پارلمان ملا تړ په باب مسوده به په نژديو ورځو کی د بحث دپاره ملی اسامبلی ته وړاندی شی . مشرف د پروسږ کال په پای کی څرګنده کړه چی هغه له مخلفو ګوندونو سره موافقه تر لاسه کړی ده چی د ٢٠٠٤ کال په پای کی به د نِظامی وظيفی نه استعفا وکړی .
|