<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-17 17:44:20    
دريمه برخه – د اوريدونکو د ليکونو ځواب

cri

رمز – وانګ جانی ! د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ زمونږ د راډيويی سيالۍ دوهم مضمون دا دی بيا خپور شو ٠ هيله ده چه زمونږ د سيالۍ دغه لړۍ ګران اوريدونکی په دقت او غور سره تعقيب کړی اود نوامبر د مياشتی ترپايه پوری زمونږ استول شويو پښتنو ته ځوابونه وليکی او بيرته يی مونږ ته راوليږی ٠

وانګ – رمز صاحبه ! که ستا په ياد وی مونږ په تيرو خپرونو کښی هم دا ژمنه کړی وه چه د روانی راډيويی سيالۍ خپاره شوی مضمونونه به په راتلونکو خپرونو کښی په تکرار سره خپاره کړو تر څو محترم اوريدونکی ور باندی پوره پوه شي او زمونږ پوښتنو ته سم ځوابونه راواستوی ٠

رمز – دا خو ډيره ښه ژمنه ده ، خو د اوريدونکو څخه هم دا هيله کوو چه ډير ژر خپل ليکونه او ځوابونه مونږ ته راواستوی تر څو په سيالی کښی د ګډون حق ترلاسه کړی ٠ که چيری له ټاکلی نيټی يعنی د روان کال د نوامبر د مياشتی ترپاي نه وروسته ددوی ليکونه او پوښتنو ته ځوابونه مونږ ته راورسيږی نو په سيالی کښی به د ګډون له حق څخه بی برخی شی ٠ مونږ د ګرانو اوريدونکو د ليکونو په تمه يو ٠ او اوس به د اوريدونکو ليکونه راواخلو چه دا لومړی ليک د پاکستان د صوبه سرحدد ضلع هری پور څخه زمونږ ورور سيدالرحمن بهير راليږلی ٠ د سلامونو تر څنګ يی دا هم زياته کړی ده چه زمونږ د کلب د غړو شمير اوس ٣٧١ تنو ته رسيدلی او ټول غړی په دقت سره د چين د بينالمللی راډيو پښتو خپرونه اوری ٠

واتګ – د باختر د کلب مشر ښاغلی سيدالرحمن بهير او د کلب ټولو غړو ته مونږ هم سلامونه وايو او ددوی دکلب د غړو د زياتوالی له امله ور ته مبارکی وايو ٠ مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کښی خپرونی او نوری مطبوعاتی پاڼی وروليږو ٠ بريالی اوسی ٠

رمز – د پاکستان د کوهاټ څخه زمونږ دايئمی اوريدونکی او دوست رحيم خان مجروح ليک او د خبرونو په نوم ورځپاڼه چه پکښی د چين د بينالمللی راډيود پښتو څانګی په باب معلومات او له کارکوونکی ښاغلی جيانګ جه چيانګ مرکه خپره کړی رارسيدلی او ددی تر څنګ يی ډير ډير سلامونه او دا لنډه هايئکوهم راليږلی ده چه وايی

ما ته هر څوک د ځان ملګری ښکاری

زه لټومه په هرچا کښی اخلاص

وانګ – رحيم جان مجروح صاحب او ددوی نورو ملګرو ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو او د چين د بينالمللی راډيو د پښتو څانګی په باب د معلوماتو د خپرولو له امله ور څخه د زړه له کومی مننه کوو ٠ د مجروح صاحب وړانديزونو ته هرکلی وايو او مونږ به ددوی د سالمو وړانديزونو څخه تل د خپل کار په ښه والی کښی ګټه واخلو ٠ ددوی دنورو ليکونو په تمه ٠

رمز – د پيښور له نصرت مينی څخه د ننګرهار کلب مشر سيد جمال الدين فاطمی صاحب ليک د ګيډی ګيډی سلامونو سره يو ځای مونږ ته رارسيدلی او د ډير پيرزوينوتر څنګ يی دا هم ليکلی چه د ننګرهار کلب د غړو شمير څلويښت تنو ته رسيدلی چه له دی جملی څخه يی ١٥ تنه نجوڼی او نور پاتی يی هلکان دی ٠

وانګ – سيد جمال الدين فاطمی صاحب او د ننګرهار د کلب خويندو او وروڼو ته مونږ هم په وار سره ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو او ډير خوشحاله شولو چه ددوی د کلب د غړو شمير مخ په زياتيدو دی٠ هيله ده چه په راتلونکی کښی هم خپل ليکونه راواستوی ٠ مونږ به هم له خپلی خوا هرومرو ددوی په پته ځوابی ليک او نوری خپرونی وروليږو ٠

رمز – د پاکستان د کوهاټ څخه د اريانا پښتو ادبی ټولنی مشر سيد وارث حنيفی او غړو يی هر يوه : سيد اسلام ، محمد بشير عربزی ، عبيد اسد ، ايوب خان، سيد واحد الله او عزيز الرحمن پخپل راليږل شوی ليک کښی تر ټولو نه دمخه د افغانستان د ٨٥ يمی کاليزی د ازادۍ او استقلال مبارکی مونږ ته راکړی ده

وانګ – مونږ هم تر ټولو نه مخکښی د افغانستان د ٨٥ يمی ازادۍ او استقلال د ورځی مبارکی حنيفی صاحب او د اريانا پښتو ادبی ټولنی ټولو غړو ته وايو ٠ ٨٥ کاله مخکښی افغانستان خپله قيمته ازادی ترلاسه کړی ده ٠ مونږ هيله کوو چه ګران افغانان د خپل وطن په بيا رغاونه کښی لا زيات برياليتوب ترلاسه کړی او د چين او افغانستان تر منځ دوستی تل شنه پاتی شی ٠

رمز – بيا وروسته دوی ليکلی چه پښتو مطبوعات او خپرونی يی هم د پښتو خپرونی څانګی ته ليږلی وی خو هغه بيرته واپس شوی دی او دوی پوښتنه هم کړی ده چه ايا تاسو زمونږ مطبوعات نه اخلۍ ؟

وانګ – مونږ دا زياتوو چه که چيری ستاسو له خوا استول شوی مطبوعات مونږ ته رارسيدلی وای ، نو مونږ به هغه په ورين تندی منلی وای ٠ خو له بدمرغه ستاسو له خوا استول شوی مطبوعات مونږ ته اصلاء نه ؤ رارسيدلی ٠ مونږ هم نه پوهيږو چه ولی بيرته واپس شوی دی٠ مونږ هروخت د خپلو اوردونکو پيرزوينو ته په درنه سترګه کورو ٠ خوشحاله اوسۍ ٠

رمز – ګرانو اوريدونکو – د مونږ اواوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيد ٠ ستاسو د کاميابۍ او خوشحالۍ په هيله