د سين هوا اژانس د خبر له مخی د پاکستان د نظامی مقاماتو نطاق د سپټمبر په ١٧ نيټه دا خبره تاييده کړه چه که هغه بهرنی وسله وال عناصر چه افغانستان ته په نژدی قبايلی سيمه کی يی ځانونه پټ کړی دی ، پاکستان ته خپلی وسلی وسپاری ، نو د پاکستان حکومت به دوی وبخښی او دوی به نورو اړوندو هيوادونو ته ونه سپاری .
د پاکستان د حکومت په نظر تر اوسه پوری څو سوه تنه وسله وال عناصر د جنوبی وزيرستان په سيمه کی پټ دی .
په تيره يوه اونۍ کی د پاکستان امنيتی قواؤ تل په قبايلی سيمه کی د القاعدی له غړو او ددوی له پلويانو سره شديدی جګړې وکړې او په دی ترڅ کی څه د پاسه يو سل پنځوس تنه مړه شول .