<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-18 18:39:32    
د سينجيانګ تروفان

cri

 د تروفا ن سيمه يو ټيټ ځاي دی چې د سينجيانګ په ختيځ کې واقع دی او مساحت يې لس زره درې سوه مربع کيلومتره دی چې له دې جملې څخه په سلو کې نهه برخه يې شنه چمنونه دي ٠ په شمالي خوا کې يې د بوګدا په نامه لوړ غرونه دي چې جګوالی يې د ٣٥٠٠ مترو څخه اوښتی دی او جنوبي خوا ته يې د کوموتاګ نومي غرونه دي چې لوړوالی يې ١٥٠٠ مترو ته رسيږي ، نو په دې وجه د دغو دوو لوړو غرونو ترمنځ يوه اوږده سيمه پرته ده چې د يولړ غونډيو څخه جوړه شوې ده ٠ خلک دې سيمې ته د اور غونډۍ وايي ٠ ځکه چې دلته د هوا د تودوخې درجه ډيره لوړه ده ٠ د دوبي په موسم کې د هوا تودوخه په منځنۍ توګه سانتي ګراد٤٠ درجو ته رسيږي او د اور د غونډۍ د ځمکې پر مخ باندې حرارت سانتي ګراد اويا درجو ته رسيږي ٠ په دې سيمه کې يوه اصطلاح ده چې وايي د دوبي په ورځو کې که اومه هګۍ ددې سيمې په شکو کې ښخه کړي شي نو لږه شيبه وروسته به هګۍ پخه شي ٠

د تروفان په سيمه کې اورښت ډير کم دی ، نو دلته نه يوازي د هوا د تودوخې درجه لوړه ده بلکې هوايې هم ډيره وچه ښکاري ٠ که څه هم په دې سيمه کې د ورځې هوا ډيره ګرمه ده خو د شپې په وخت کې هوا متعدله ده حتی کله کله د خوب په وخت کې خلکو ته بړستن هم په کار وي ٠

د تروفان ښار د جنوب لويديځ څخه د ٤٠ کيلومترو په ليري ځاي کې د ګاوچانګ په نامه د پخواني سلطنت کنډوالې ليدل کيږي ، د څه دپاسه يو زرو کالو نه مخکې دا ځای د چين په لويديځه خوا کې يو کلتوري ، تجارتي او بودايي مهم ځای و او د چين

او منځني اسيا ترمنځ د تګ راتګ دپاره د مشهورې وريښمينې ﻻرې يوه مهمه برخه وه ٠په هغه وخت کې د پخواني ګاو چانګ مساحت دوه مربع کيلومتره و ، ددې سلطنت ديوالونه او وداني ټولې د خاورو په واسطه جوړې شوې وې ، د چين د تانګ په امپراطوري دوره کې مشهور بودايي مذهب هيوان جوانګ د چين نه هند ته د تګ په ﻻره کې په ګاو چانګ کې د پاچا لخواد تودې ميلمه پالنې سره مخامخ شواو په هغه وخت کې د ګاوچانګ خلکو پر بودايي دين باندې عقيده درلوده ، خو وروسته د جګړو له امله خلکو دا ځای پريښود او تروفان سيمې ته يې کډه وکړه ، د هغه وخت نه وروسته دګاو چانګ سلطنت ورو ورو په کنډوالو بدل شو٠

د تروفان ښار په شمال ختيځ کې يوه کنده شته چې اوږدوالی يې اته کيلومتره او پلنوالی يې نيم کيلومتره دی ٠ په دې ځای کې ښه انګور توليديږي ٠ نو خلک ورته د انګورو د کندې نوم ورکړی دی ، په چيني ژبه کې انګور پوتاو او کنده ګه ويل کيږي نو پوتاو ګه ددې کندې نوم دی ٠که په دوبي کې نوموړي کندې ته وﻻوشي نو دا ښه منظره ليدلی شي چې د کندې په دواړو خواوو کې غرونه دي ، او يوسيند له دې کندې څخه تيريږي او د سيند د دواړو غاړو په شاوخوا ځايونو کې د انګورو تاکونه شته او ډير زيات انګورپکې ځوړند دي ٠ په تروفان کې د انګورو د کرلو تاريخ ډير اوږد دي تر اوسه پوري څه دپاسه دوه زره کاله يې تيرشوي دي٠ په تروفان کې يو ډول انګور ډير شهرت لري چې زړي يې نه لري او ډير خواږه دي ٠ ددې ډول انګورو د ترﻻسه کولو او رواجولو تاريخ هم پنځه او شپږ سوو کالو ته رسيدلی دید پوتاو ګه څخه دتوليد شويو انګورو اندازه په تروفان کې لومړي لمبرځای نيولی دی ٠ ددې

ډول انګورو څخه وچ شوي مميزوهم ډير خواږه دي او د يوډول قيمتي مميز په حيث په بازار کې پلورل کيږي ٠ د پوتاو ګه انګور نه يوازي په چين کې بلکې په نړۍ کې هم شهرت موندلی دی ، هغه چيني او بهرني سلانيان چې سينجيانګ ته ځي حتما به پوتاګه ته ﻻړشي او په هغه ځای کې د دې ډول مشهورو انګورو د مميزو د جوړولو د بهيرڅخه ليدنه کتنه وکړي او د خواږو انګورو څخه يې خوند اخلي ٠

ګرانو دوستانو همدااوس مو د سينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختاري سيمې د تروفان د ښار په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠