<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-18 19:24:32    
د جنوبي افريقې د تور پوستانو مشرنيلسن روليحلحله مانديلا

cri

نيلسن مانديلا د جنوبي افريقې د ديموکراسي د ترلاسه کولو دپاره يو ستر مبارز دی او د جنوبي افريقې لومړني تورپوست جمهوررئيس وچې د رښتيني ديموکراتيکو انتخاباتو له ﻻرې ټاکل شوی و ٠ او په عين وخت کې هغه په ټوله نړۍ کې يو مشهور سياستمدار هم دی ٠

مانديلا د ١٩١٨ کال د جولاي په اتلسمه نيټه د جنوبي افريقې په کونو کې زيږيدلی دی او په ١٩٣٨ کال کې چې هغه شل کلن و د جنوبي افريقې د هيلبورګ په پوهنتون کې شامل شو او د څلورو کلونو نه وروسته يې ددې پوهنتون د ادبياتو ليسانسه ترلاسه کړه ، ورپسي هغه د حقوقو په څانګه کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ ٠ په ١٩٤٤ کال کې هغه د افريقايانو د ملي کانګرس د ګوند يو غړی شو او په سازمان پوري مربوط د ځوانانو د اتحاديې د منشي په توګه وټاکل شو او په دې سازمان کې د جنوبي افريقې د سپين پوستانو د نژاد غوښتونکي رژيم د له منځه وړلو دپاره يې په مبارزې ﻻس پورې کړ ٠ د ١٩٥٢ کال د جون په مياشت کې هغه د سپين پوستانو د نژاد غوښتونکي رژيم لخوا د لومړي ځل دپاره ونيول شو ٠ د ١٩٥٢ کال په دسمبر کې مندلا د افريقايانو د ملي کانګرس د ګوند د مرستيال په توګه انتخابشو او د ١٩٦١ کال په نوامبر کې هغه ددې ګوند يو پوځي سازمان جوړکړاو د دې وسله وال سازمان په واسطه يې د سپين پوستانو د رژيم سره زړوره مبارزه وکړه ، د ١٩٦٢ کال د اګيست په مياشت کې مانديلا د افريقې پنځلسو هيوادونو ته د سفر نه وروسته يو ځل بيا د جنوبي افريقې د سپين پوستانو د رژيم لخوا ونيول شو او د ١٩٦٤ کال په جون کې د جنوبي افريقې د رژيم لخوا د ټول عمردپاره په بند محکوم شو٠

د جنوبي افريقې خلکو په اوږده موده کې د سپين پوستانو د نژادي تبعيض سره سخته مجادله وکړه ، د ستر فشار له امله د جنوبي افريقې د سپين پوستانو رژيم مجبورشو چې د ١٩٩٠ کال په فبروري کې بې له کومه شرطه مانديلا له بنديخانې څخه خوشي کړ او په ١٩٩١ کال کې په جنوبي افريقا کې د نژادي بيلتون نظام پاي ته ورسيد ( په همدې کال کې مانديلا د جنوبي افريقې د ملي کانګرس د ګوند د رئيس په حيث انتخاب شو٠ په ١٩٩٣ کال کې هغه د نوبيل سوله ايزه جايزه ترلاسه کړه ، د ١٩٩٤ کال په افريل کې په جنوبي افريقا کې عمومي انتخابات ترسره شول ، د مانديلا په مشرۍ د ملي کانګرس ګوند په عمومي انتخاباتو کې بری وموند ٠ ددې کال په مۍ کې نالسن مندلا د جنوبي افريقې په تاريخ کې د تورپوستانو د لومړي جمهوررئيس په توګه وټاکل شو ٠ مانديلا د خپل ماموريت په موده کې د جنوبي افريقې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ دپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي ٠ ددې د مهمو او سترو کارنامو څخه يو دا دی چې د ده په مشرۍ د جنوبي افريقې د خلکو د سختې مجادلې له امله پر دې هيواد باندې نژاد غوښتونکي واکداري له منځه ولاړه او د جنوبي افريقې د تاريخ نوي پاڼه واړول شوه او د هغه وخت نه وروسته د جنوبي افريقې تورپوستان له غلامۍ او طلم څخه خلاص شول او په خپل نوي ژوند يې پيل وکړ ٠برسيره پر دې د مانديلا يوه بله ستره کارنامه دا ده چې هغه په جنوبي افريقا کې ټولنيز ثبات ترسره کړی او په بري سره يې د نژادونو ترمنځ يووالی او پيوستون تامين کړ٠

مانديلا د ١٩٩٩کال په جولاي کې د جمهوررئيس له ماموريت څخه ووت ، که څه هم مانديلا د جنوبي افريقې د سياسي ژوندانه څخه وتلی دی خو هغه بيا هم په نړيواله

صحنه کې د نړۍ او پرمختګ د پاره کوشش کوي ٠ مثلأ هغه د منځني ختيځ د سولې د ترسره کولو او د بروندي د کورنيو جګړو د ختمولو دپاره د منځګړي په توګه هاند کړی او هم يې په نړۍ کې د ايدز د مخنيوۍدپاره هلې ځلې کړې او کوي يې ٠

ښاغلي مانديلا په خپل ټول عمر کې د ديموکراسي ، مساوات او سولې د ترسره کولو دپاره مبارزه کړې او کوي٠ هغه د نوي جنوبي افريقې د پوه مهمې نښې په توګه ګڼل کيږي ٠