<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-18 19:40:52    
د نابالغانو لپاره سل غوره راډيويي او ويديويي محصولات

cri

د سپتمبرپه١٧ مه نيټه سهار ، د چين د کوچنيانو د مرکز د فلمونو او ډرامو په تياترکي کله کله د خندا اوازونه راپورته شول ٠ په سل ګونو تنه کوچنيان او ماشومان د يوه ښودل شوي فلم له خوا چه د نجلی يادداشت نوميږي راجلب شويدي ٠ له اوس نه د نابالغانو لپاره سل داسي غوره راډويي او ويديويي محصولات به په راز راز شکلونو سره وښودل شي او ښوونځيو او صنفونو ته به ننووځي څو چه کوچنيان له غوره کلتوري اثارو نه ښې ګټې واخلي او لا په ښه توګه وده وکړي ٠

د سپتمبرپه ١٧مه نيټه ، د چين د کوچنيانو مرکز او د چين کلتوري وزارت په ګډه سره د نابالغانو لپاره د سلو غوره راډيويي او ويديويي محصولاتو د خپرونې فعاليت پيل کړ ٠ په عين حال کي ، د چين د نابالغانو د غوره راډيويي او ويديويي محصولاتو د ارزيابی او خپرونې تشکيلاتي کميټه هم جوړه شوه ٠

د روان کال د مي په ١٨ مه نيټه ، د چين کلتوري وزارت د نابالغانو لپاره د سلو غوره راډيويي او ويديويي محصولاتو د ارزيابی نتيجه اعلامه کړه ٠ اوسني فعاليت ددي نتيجې په بنسټ ، د سمې لارښوونې ، غني او مثبتو محتوياتو د اصولو سره سم او د نابالغو کسانو د معلوماتي جوړښت ، د عمر د خصوصيتونو او د معلوماتو د منلو د طاقتونو په يو ځايښت د راډيويي او ويديويي محصولاتو ارزيابي او خپرونه کړيده ٠

د چين د کوچنيانو د مرکز رييس جاو سون اي دا څرګنده کړه چه دوي به د چين د کوچنيانو د راډيويي او ويديويي محصولاتو د څيړنی او بهره بردارۍ مرکز هم جوړ کړي اوهر کال به يو ځل د کوچنيانو د غوره داستاني فلمونو او سندرو د ارزيابي بينالمللي فعاليت جوړ کړي ٠ دغه راز به دوي په هغه فعاليت د لاس پوري کولو په عين حال کي چه د سلوغوره داستاني فلمومو د موسيقې وي سي دي ښوونځيو ته او د علمي تعميم لپاره سل غوره مستند فلمونه صنفونو ته وسپاري ،هم د وطن دوستۍ تر عنوان لاندي يو لړ مسابقې جوړي کړي څو چه غوره راډيويي او ويديويي محصولات د نابالغو کسانو په زړونو کی ځای ونيسي ٠

علاوه پر دی ، تشکيلاتي کميټه به په زيات قوت سره هغه راډيويي او ويديويي محصولات چه د ايډيالوجۍ ، پوهې ، علاقی او علم جنبی لري هم خپاره کړي او د مربوطو څانګو په همکارۍ به د نابالغو کسانو لپاره د غوره فلمونو او سندرو د ويديويي او راډيويي محصولاتو د خپرولو کار سر ته ورسوي څو چه هر غوره فلم او هره ښه سندره کوچنيانوته وړاندی شي ٠