د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف د سپتمبر په ١٩ مه نيټه هيله څرګنده کړه چی د م م د عمومی اسامبلې په ترڅ کی به د هند له صدر اعظم مانموحان سينګ سره خپله کتنه مثبت پرمختګ وکړی.
په همدې ورځ مشرف نيويارک ته د ورتګ نه مخکی نوموړی مطلب څرکند کړ. هغه وويل چی هغه دې ته سترګې په لاره دی چی د سينګ سره ملاقات وکړی په دغه کتنه کی به د کشمير په شمول دوه اړخيزو ټولو مسئلو باندی اهميت لرونکی بحث وکړی.
د خبر سره سم د سپتمبر په ٢٢ مه نيټه به مشرف د م م په عمومی اسامبله کی د جنوبی اسيا د اوضاعو، د تروريزم سره د مبارزې او د بی وسلې کولو په باب وينا وکړی.