<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-19 19:05:46    
د ملګرو ملتو دعمدو سازمانونو څلورمهم دفترونه

cri

نيويارک :دامريکی دنيويارک د ښار د مانهاتان په ناحيه کښی د اوه اعشاريه دوه هکتاره مځکی په مساحت بين المللی خاوره شته ، دا دملګرو ملتو مقر دی او د هغه عمده ساختمان د مګروملتو د دارالانشا ودانۍ ده چه نه ديرش پوړه لری او دودانۍ دباندنی ديوالونه يی له ښيښو څخه جوړ شوی دی ، د دغی ودانۍ ښی خوا ته د ملګرو ملتو د غونډی ځای، امنيتی شورا ، اقتصادی او ټولنيز شورا او د قيمومت د شورا دغونډو ودانۍ ولاړه ده ،کيڼ خوا يی له يوی کتابخانی سره نښتی او دملګرو ملتو د مقر د دروازی په وړاندی د غړو هيوادونو ملی بيرغونه رپيږی .

ژنيوه : دسويس د ژنيو ډند په لويديځ کښی د رونا د سيند غاړی ته د نړيوالی مانۍ ولاړه ده او دا په ژنيوه کښی د ملګرو ملتو اوسنی دفتر دی او يا هغه ته په اروپا کښی د ملګرو ملتو مقر وايی ،په دی مقر کښی دملکرو ملتو په اړه اختصاصی سازمانونه او نور بين المللی سازمانونه شته ، ډول ډول بين المللی غونډی تل په دغه ځای کښی جوړيږی .

ويانا :داطريش د ويانا په شمالی اطرافو کښی د دونوبی د سيند په غاړه اوه ودانۍ ولاړی دی او ساختمانی مساحت يی يو لکو اتيا زرو مربع مترو ته رسيږی . په ١٩٧٤ کال کښی د ملګرو ملتو موسسی پريکړه وکړه چه ويانا دغونډو د جوړولو د دريم ښار په توګه وټاکی او ويانا دمهمو بين المللی فعاليتونو له ځايونو څخه شميرل

کيږی ، داټومی انرژۍ بين امللی سازمان چه دملګرو ملتو اختصاصی سازمان دی ،په دغه ځای کښی کار کوی .

هاګ :دهاليندهاګ يو منځنی کوچنی ښار دی چه له شمالی بحيری څخه پنځه کيلو متره فاصله لری .دملګرو ملتو بين المللی محکمه په هاک کښی ده .