نوی کال
مونږ حساب خلق يو او له ځان سره يو حساب لرو . زمونږ په خساب زوړ کال ختم شو او د نوی کال په سر باندی مو قدم کيښود . مونږ پوهيږو چه زمونږ حساب نورو غوندی نه دی . د هغوی نوی کال د شلم قرن پنځوسم کال دی او مونږ د څوارلسم قرن پنځه ديرشم کال ته نوی وايو .
په رښتيا چه زمانه کی ژوند کوو او څومره بيرته پاته يو .
مونږ هم د زمانې په ګړندی ګاډۍ کی سپاره يو او چېرته څو . دا ګاډۍ لکه د دزيرانو موټر کال په کال نوی کيږی مګر په زړو او خرابو الرو روان يو ځکه ګړندی نشو تللی .
مونږ په کال ، کاله او کاليو کی ژوند کوو او ډير خوشحالېږو چه له زاړه کوره نوی کاله ته او له زاړه کال نه نوی کال ته لاړ شو .
هو ! مونږ نوی کال ته خوشحاليږو او هر کله غواړو چه نوی لوښی پيدا کړو او په نوی پياله خوله کيږدو . که څه هم د زړې زمانی د قيرميز او جانان لوښی د دې وخت له لوښو نه ډير ښه دی .
زمان او مکان هم دوه ظرفه لښی دی چه زمونږ ژوند درپوری تړلی دی او په دواړو کی مو نويتوب خوښ دی ړ مګر دمکان په ساحه کی زوړ او نوی ښه پيژنو او پوهېږو چه دغه ښار نوی او هغه زوړ دی ، دا ودانی زړه او دا بله نوی ده ، خو دزمانې په زړښت او ځوانۍ کی لکه چه تېروتلی غوندی يو .
د زمانې ظرف چه هر څومره زړېږی زمونږ په حساب هماغومره نوی کېږی .
مونږ دزمانې اغاز ته نژدی وختونه زړه زمانه بولو او دزمانې وروستيو پېړيو ته نوی عصر او نوی زمانه وايو .
نوی کال هم په همدغه صحيح حساب بنا دی .
د اتيا بوډا خپل وروستی کال نوی ګڼی او د خپل ماشوم توب زمانه ورته زړه معلوميږی .
هر کال چه نوی کېږی ، له ځان سره څه نوی شيان راوړی ځکه يی نوی ګڼو .
له نوی کال سره نوی خيالونه ، نوی فکرونه او نوی کارونه ملګری وی . که نوی کال خپل ټول کالی نوی نکړې يو څه خو نوی کوی او ځينی زړې جامې له ځانه لرې غورځوی .
د نوی کال د نويتوب معيار همدغه دی .
مونږ هيله لرو چه نوی کال په ډيرو نويو جامو کی ووينو او ډر نوی شيان ورسره وی .
مونږ له نوی کال نه په رښتيا نوی څه غواړو او پدی پوهيږو چه زوړ بوډا په نوی جامه کی هم زوړ دی او نوی ځلمی په زړو جامو کی زوړ نه دی .
که نوی کال زړو ښکاريانو ته نوی مرغۍ راولی نوی کال ورته نشو ويلې ، د نوی کال دلومړۍ ورځې ميله هم څه نويتوب نلری ځکه چه زمونږ په هيواد کی د هرنوی کال شروع په ميلو او ساعت تيريو کيږی او قلبه کشی يعنی د کار اغاز رسما يوه نمايشی لوبه وی .
مونږ بايد پدی پوه شوچه نوی کال له مونږ نه څه غواړی او پخپله څه کوی ؟ نوی کال سمدلاسه د ورځو په اوږدولو او د شپو په لنډولو پيل کوی .يعنی د خوبونو وخت کموی او د بيدارۍ وخت د کار او فعاليت دپاره زياتوی . د تياری او تورتم عمر لنډوی او د رڼا عمر اوږدوی .
که مونږ د نوی کال په رمز او اشاره پوه شو د پسرلی بريښنا ګانې همدغه مطلب ته اشاره کوی چه نوی ژوند اساس په برق او بريسنا ايښودل شويدی او هغه زمانه تيره شوه چه د حيات اوبه په تورتم کی وی او ژوند په تيارو کی و .
د نوی کال له شروع کيدو سره سم په هوا کی اعتدال پيدا کيږی او د ژمی سوړوالی ور کيږی .
د نوی کال لومړی درس همدغه دی او ساړه يی نه دی خوښ .
راشئ ! چه د زمانې په تقاضا ځان پوه کړو او پيروی يی وکړو.