<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-19 20:29:36    
زاسي د تبتي قوم لومړنی ښځه ده چه د يوه لوي تجارتي شرکت د مديره هيات د صدر وظيفه په غاړه اخلي ٠

cri

زاسي سږکال ٥٨ کلنه ده او د تبتي قوم لومړني ښځه ده چه د يوه لوي تجارتي شرکت د مديره هيات د صدر وظيفه په غاړه اخلي ٠ زاسي په لنډو ١٣ کالو کی نه يوازي خپل شخصي جايدادونه سل چنده زيات کړي ، بلکي يي رنګه رنګ تبتي غالۍ د نړۍ مختلفو ځايونو ته هم غزولي دي ٠

تبتي غالۍ د تبتيانو په کورونو کی ضروري عنعنوي هنري او صنعتي توليدات دي او څه د پاسه ٦ سوه کاله تاريخ لري ٠ خو څرنګه چه پخوا توليدي تکنالوژۍ وروسته پاتي وه ، نو تبتي غالۍ بينالمللي رازار ته نه وي داخلې شوي ٠

د ١٩٨٨ کال نه دمخه په لسو کالو کی ، زاسي هميشه د تبت د شان نان سيمې په خارجي تجارتي شرکت کي کار کاوه ٠ د اتمې لسيزې په سر کی، هغې له تبتي غاليو سره د ګوان جو د صادراتي شيانو په تجارتي نندارتون کی برخه واخيستله ٠ څرنګه چه هغه وخت د تبتي غاليو د مينځلو او رنګولو تخنيک وروسته پاتي و او د ګوان جو هوا لنده او توده وه ، نو له تبتي غاليو څخه بد بوي راووته ٠ که څه هم پر له پسي ور باندی عطر وشندل شو ، خو بد بوي يي هم نه شو پټ شوي ٠ لږه موده وروسته زاسي له نيپال نه د ليدنې کتنې په وخت کی په حيرانۍ سره وليدل چه د نيپال د غاليو کيفيت لوړ او توليدي اندازه يي زياته ده او په بينالمللي بازار کی ښه معامله لري ٠

هغې فکر وکړ چه په تبت کی د وزو د وړيو کيفيت ډير ښه دی ، خو يوازي د غاليو توليدي تخنيک وروسته پاتی دی ، نو په ١٩٨٨ کال کی زاسي د خارجي تجارتي شرکت د عمومي مدير د مرستيالې وظيفه پريښودله او د نيپال له سوداګرانو سره يي په ګډو پانګو د بودالا د غاليو محدود شرکت جوړ کړ ٠ دا په تبت کي لومړي شرکت دی چه په چيني او ځارجي پانګو جوړ شوی او زاسي د تبتي قوم لومړی ښځه ګرزيدلی ده چه د تصدي د مديره هيات د رييسې وظيفه يي په غاړه درلوده – د فاريکې د تاسيس په لومړي وخت کي زاسي د نيپال مترقي توليدي تخنيکونه ، اداري تجربې او خرڅوونکی طريقې زده کړي او له نيپال څخه يي د غاليو د رنګولو ، قيچي کولو او نقشه جوړولو په برخو کی دري فني پرسونل استخدام کړيدي ٠ دوي د تبتي غاليو عنعنوي نقشي او د اوسني زمانې متداولې نقشی يو ځاي کړي او د سويس څخه د واريداتي رنګي موادو په واسطه يي چه کيفيت يي لوړ او د محيطي ساتنې لپاره هم ګټور دی ، د تبتي غاليو بد بوي ليري کړي چه په نتيجه کي ددوي توليدات په بيړه سره بين المللي بازار ته داخل شوي او صادراتي اندازه يي په لنډو درو کالو کی په سرعت سره ٤٠ زرو مربع فوتو ته رسيدلی ده ٠ اوس په امريکا ، کانادا ، جاپان ، اروپا او هر ځاي کی ددوي له خوا توليد شوي غالۍ ليدل کيږي ٠

نن ورځ د زاسي د غاليو په فاريکه کي ټول کارکوونکي تبتيان دي او نقشه کشي يي په پوره توګه د کمپيوتر له خوا تر سره کيږي ٠ زاسي پخپله هم د انترنيت له خوا له خارجي سوداګرانو سره معاملې کوي ٠ تير کال د بودالا غاليو د محدود شرکت د خارجي اسعارو عايداتو د تبت په خودمختاره سيمه کي پنځم مقام ونيوه ٠

په ١٩٩٣ کال کي زاسي د ګون بو سيو علاقدارۍ د غاليو فابريکې ته ٧٠ زره ژن مين بي يونه نغدي بسپنې ور کړي څو چه دغه کليوالي کوچني تصدي د بودالا د غاليو له فابريکی سره په ګډو پانګو فابريکه جوړه کړي او زاسي پخپله د توليداتو خرڅلاو په غاړه درلوده ٠ په لنډه موده کي د دغې کوچني فابريکې د کارګرو شمير له ٤٠ تنو نه ١٥٠ تنو ته زيات شوی او د سړی سر کلني عايدات يي څه د پاسه اوو زرو يونو ته رسيدلی دي ٠ خو پخواني عايدات يي له زرو يونو نه هم کم وو ٠

زاسي اوس څه د پاسه شل مليونه شخصي سرمايې او د تبت د لين جي په سيمه کی د ٨ مليونو يونو په ارزښت شخصي زراعتي فارم لري ٠ هغې وويل چه زه به د فارم له خوا د تر لاسه شويو پيسو په واسطه د تبت د زراعت او مالدارۍ انکشافي صندوق جوړ کړم څو چه د برقي مرکزونو او ويالو د جوړولو او د زراعتي او مالداري توليداتو د پرمخبيولو لپاره د غرنيو سيمو د غريبو بزګرو او مالدارو سره مرسته وکړم او ددوي د ژوند د ښوالي لپاره خپل قوت وقف کړم ٠