<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-20 17:55:52    
_ _ سرحدی ښار ار ليان خات

cri

ار ليان خات دچين د داخلی مغوليستان د خودمختاری سيمی په شمالی برخه کښی واقع دی ، مغوليستان ته دتګ دپاره دچين يوازنی سرحدی بندر دی . څلويښت کاله دمخه په دغه شاړه مځکه کښی دايمی اوسيدونکی نه ليدل کيدل .وروسته د اورګاډۍ پټلۍ ار ليان خات ته وغزيدل ، بيا ګام په ګام په يو کوچنی سرحدی ښار بدل شوی دی .

په ١٩٩٢ کال کښی ار ليان خات دچين د لومړۍ ډلی په سرحدی ورخلاص سرحدی ښار بدلون وموند.ور پسی د مغولستان او روسيی سوداګران دغه ښار ته راغلی وو،په هغه وخت کښی په بازارونو کښی د مغوليستان ، روسيی او د ختيځی اروپا د مختلفو هيوادو سوداګرانودچين د مختلفو ځايونو له سوداګرانو سره د لاس په اشاری او د حساب دماشين په واسطه خپل معاملات تر سره کول.

خونن ورځ نوموړو حالاتو ډير ستر بدلونونه موندلی دی ،هغه زيات چينايان چه په دغه ځای کښی سوداګری کوی ،په مغولی ژبی له خارجی سوداګرانو سره تبادله کولی شی ځينی خارجی سوداګران هم کولی شی چه په چينی ژبه دچين له سوداګرانو سره معاملات وکړی .

سرحدی تجارت دار ليان خات ښار ته بی ساری حياتی قوت وربخښلی دی ،اوس

دغه ښار دری چنده پراخ شوی دی ، په ښار کښی واټونه ډير ارت دی . د نوموړی ښار ښاروال ښاغلی څين حه پينګ وويل خارج ته دچين د يو ورخلاص ښار په توګه د ارليان خات حکومت د تجارت په واسطه د ښار د ابادولو او خارج ته ددروازی د خلاصولو په واسطه د نوموړی ښار د ودی او پرمختګ نظريه را منځ ته کړی ده ،همدا راز بايد د ار ليان خات د بندر داساسی تاسيساتو او يکالوجيکی چاپيريال ابادۍ ښه تقويه کړی .له ١٩٩٤ کال څخه تر ٢٠٠٣ کاله پوری ددغه ښار عموی توليدی ارزښت له يو سلو پنځوسو ميليونو ژن مين بی يونو څخه اتو سوومليونو يونو ته ورسيد .

ښاروال چين هم وويل چه سرحدی تجارت دار ليان خات د ښار انکشافی تفوق دی او د دغه ښار د اقتصادی زياتوالی د را منځ ته کولو عمده محرکه قوه هم ده .د ار ليان خات د اقتصاد د چټک انکشاف سره سره يو ځای د ښاريانو د ژوندانه سويه هم په ښکاره توګه زياته شوی ده .نن ورځ په ښاری سيمه کښی لاری او واټونه ارت شوی ، ودانۍ جوړی شوی او په بازارونو کښی تجارتی مالونه په پريمانه ډول پيدا کيږی .

ښاغلی يان جين ژوی چه په دغه ښار کښی ژوند کوی ، وويل چه لس کاله دمخه د سبزيو خوړل يو مشکل کار و ، په هغه وخت کښی د ار ليان خات سبزی له نورو ځايونو څخه انتقاليدل او نرخونه يی هم ډيرګران وو . خو په دی وروستيو څو کلونو کښی دسبزيو نرخونه دومره ګران نه دی ، نور شيان هم ډير شوی او هرڅوک په پوره اندازه جنسونه او خوراکی شيان اخيستی شی .

دچين او مغوليستان او روسيی تر منځ د ښه ګاونډيتوب او دوستۍ د روابطو پر

له پسی پياوړتيا دغه ښار ته نوی فرصتونه برابر کړی دی . له اړوندو تحقيقاتو او

څيړنو څخه څرګنديږی چه په مغولستان او د روسيی د ليری ختيځ په سيمه کښی خواړه ، غوښه ، لبنيات، ميوی او سبزی ډير لږ دی او د ورځنی اړتياوړ شيان هم د قلت په حال کښی دی .په دی نسبت دار ليان خات ښاروالی اوس د مثبتو تدابيرو په نيولو سره دوارداتی او صادراتی تجارتی مالونو جوړښت تنظيم او ښه کوی ، همداراز ځينی تصدي دی ته هڅوی چه مغولستان او روسيی ته لاړشی او د اقتصادی او تخنيکی تبادلو او همکاريو په فعاليتونو لاس پوری کړی .