<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-20 18:09:25    
د ډوډۍ د خوړلو په هکله تجويزونه

cri

په چين کې يوه اصطلاع شته چه وايي سهار ډوډۍ دي ښه ، غرمه ډوډۍ دي ډيره او ماښامي ډوډۍ دي لزه وي ٠ که څه هم دغه اصطلاع د انساني ژوند له اوږد جريان او سړو تودو څخه اخيستل شوي تجربه ده ، خو د افسوس خبره دا ده چه زمونږ په ورځني ژوند کې زيات شمير خلک د بيلا بيلو علتونو له امله دغي تجربې ته اعتنا نه کوي او هغه يي عملأ داسي سرچپه کړي چه سهار لږه خوري ، غرمه ساده خوري او د شپې په خپل نس کې د خوراکونو نندارتون جوړوي ٠ که خلک په خپل ژوند کې کلونه کلونه داسي عادت وساتي ، نو کله چه کره عمر ته ورسيږي ، ډير امکان شته چه په بيلا بيلو ناروغيو اخته شي ٠ د نويو طبي تحقيقاتو له مخې اوس کشف شوي چه په هغو پوخ عمر لرونکو کسانو کې چه په نيمه شپه کې ناڅاپه مړه کيږي ، پنځه لس فيصده يي د معدي په حاد پړسوب اخته شوي وي چه د معدي د پړسوب يو علت يوازي همدا د شپې له خوا زيات خوراک دي ٠ دلته مونږ بايد ووايو چه د کره عمر چاغتوب دماښامې ډوډۍ په لوړ کيفيت سره نژدي اړيکي لري ٠ ځکه عام خلک د ماښامي ډوډۍ نه وروسته ډير لږ کار کوي ، نو د بدن د تودوخي مصرف يي هم ډير کم دي ، او پاتي شوي غذايي مواد يي په چربي بدليزي چه په نتيجه کې د کره عمر کسانو د چاغتوب سبب ګرزي ٠ د طبي متخصصانو په نظر د انسانو په بدن کې زياتره برخه تودوخه د ماښامي ډوډۍ په وجه پيدا کيږي چه د ځينو کسانو له پاره د شکر مرض پيدا کيږي او په عين وخت کې که د ماښامې ډوډۍ په وخت کې زيات پروتين شحم او قند لرونکي خوراکونه وخوري ، د ويني د جريان سرعت به يي کم شي او په دي اثر به د رګ د کلکوالي او د زړه د ناروغيو او د وينې د لوړ فشار باعث شي ٠ نو هيله لرو چه پورتنۍ تجويز په پاملرني سره په خپل ژوند کې تطبيق کړۍ ٠