د سيهوا اژانس د خبر له مخی د افغانستان د انتقالی دولت د رئيس مرستيال نعمت الله شهرانی د سپتمبر په ٢٠ نيټه ماښام د شمال ختيځ افغانستان د تخار په ولايت کی د بم له حملی سره مخامخ شو ،خو هغه ته کوم تاوان ونه رسېد.
د خبر له مخی اوس پليسی١٥ تنه مظنونان توقيف کړل.دا دافغانستان د مشرانو د پټی وژنی دوهمه پېښه ده.د روانی مياشتی په ١٦ نيټه د افغانستان د انتقالی دولت ولس مشر حامد کرزی د جنوب ختيځ افغانستان ګرديز ته دتګ په بهير کی د راکټ له حملې سره مخامخ شو،خوحامد کرزی تر هيڅ زيان و نه رسېد.