<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-21 18:11:29    
ښځينه استاذه د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتي مسابقه کي ګډون کوي

cri

د سپتمبر په ٧ مه نيټه ، د افغانستان ١٨ تنه کانديدان په رسمي توګه د انتخاباتي مسابقي په فعاليت پيل وکړڅو چه د جګړې نه وروسته د جمهوري رياست په لومړيوعمومي انتخاباتو کي چه د اکتوبر په ٩ مه نيټه به جوړ شي ، بري ومومي چه په دغو ١٨ کانديدانو کي د کابل پوهنتون د طب د پوهنځي استاذه مسعوده جلال د توجه وړ يوه کانديده ده، ځکه هغه لومړني ښځه ده چه په دي انتخاباتو کي يي ځان کانديد کړيدی ٠

٤١ کلنه جلال د کاپيسا په ولايت کی زيږيدلي ده ٠د افغانستان په سنتي ټؤلنه کی د ښځو ټولنيز مقام ډير ټيټ دی ، خو جلال له کوچنيتوب نه دا خوي خصلت لري چه د مشکيلاتو په وړاندی سر نه ټيټوي ٠ هغې وويل چه زه دري وروڼه لرم ، خو هيڅکله نه احساسوم چه زه تر دوی څخه نا مرغوبه يم ، برعکس په زياتو کارونو کی زه تردوي نه ښه يم ٠ په ښوونځي کی د درس لوستلو په وخت کی د جلال په نظر دا يو خوشحاله کار و چه درسي موفقيتونه يي له هلکانو نه اوښتي وو ٠

دې پوښتنې ته د ځواب ور کولو په وخت کي چه هغه ولي له سياست سره علاقه لري، جلال راياده کړه چه طالبانو ښځو ته اجازه ور نه کړه چه عامه حضور ته وړاندي شي ، نو زه هم له پوهنځې نه کور ته وشړله شوم ٠ خو جلال سر ټيټ نه کړ او بيا يي په افغانستان کي د م م د مهاجرينو د چارو د رياست په کاري ګروپ کي کار وکړ ، نو طالبانو په ډول ډول بهانو د نوموړی د کار مخه نيوله ٠ د طالبانو د رژيم د سرچپه کيدو نه وروسته جلال ټينګه اراده درلوده چه سياسي صحنې ته پورته شي او افغانستان يوې داسي عصري ټولنې ته چه پکي نارينه او ښځي مساوات و لرې يووسي ، نو ځکه يي په لويه جرګه کي د ٢٠٠٢ کال د انتقالي دولت د جمهوري رياست په انتخاباتو کی ګډون وکړ ٠که څه هم ددې دغه عمل د مذهبي محافطه کاروقوتونو د نارضايتي سبب وګرزيد ، خو په انتخاباتو کی يي ١٧١ رايي تر لاسه کړي دي چه د رايو د شميرد تر لاسه کولو له پلوه هم د پاملرنې وړ وه ٠

کرزي د انتقالي دولت د جمهورريس په توګه د مقرريدو نه وروسته جلال ته بلنه ور کړه چه په حکومت کی ګډون وکړی ، خو د هغې له خوا رده شوه ، ځکه چه ددې په نظر انتقالي حکومت دجنګ سالارانو له قوتونو نه ډک دی ، نو هغه نه غواړی چه ددوې سره يو ځاي کار وکړي ٠ له حکومت نه د وسله والو جنګ سالارانو پاکول او د ديموکراتيک حکومت جوړول د جلال د انتخابي مسابقې پروګرام دی ٠ هغې په يوه تازه وينا کي دی ته اشاره وکړه چه په اوسنی حکومت کی زيات وزيران د سيمه ايزه وسله والو قوماندانانو سره اړيکي لري ، خو افغانان د دولتي خدمت کوونکو نه جوړ شوي حکومت ته اړتيا لري ٠

د جلال لپاره د انتخاباتی مسابقې لاره ډيره پيچلي ده ٠ د کابل په اطرافو کي ددې د انتخاباتي مسابقې مقر يو ساده ځای دی ، د انتخاباتي مسابقي لپاره ددې يوازني موټر هم په امانت اخيستل شوی او د اکتوبر په ٩ مه نيټه د رايي ور کولو نه وروسته به بيرته خپل اصلي خاوند ته وسپاري٠ څرنګه چه جلال کافي پيسي نه لري ، نو هغه صرف د کابل په شاوخوا کي د وينا کولو له لارې په انتخاباتي مسابقه کی خپل پروګرام خپرولي شي او نه شي کولی چه د نورو کانديدانو په شان د هيواد په مختلفو ځايونو کی پخپله رايي راټولې کړي او يا په مطبوعاتي ذرايعو باندی اعلانونه چاپ کړي ٠ د کابل پوهنتون د يوې ډلې تاوده احساسات لرونکو محصلينو نه پرته ، هيڅ يو سياسي ګوند هم ددې څخه ملاتړ نه کوي ٠

په انتخاباتي مسابقه کي د جلال لپاره يوازني ګټورعامل دا دی چه د افغانستان په ١٠ مليونه او ٥ لکو رايې ور کوونکو کي چه خپل نومونه يي ثبت کړی ،په سلو کی ٤٢ ښځينه انتخاب کوونکي دي ٠جلال په پوره باور سره وويل چه زه ريښتياني خپلواکه کانديده يم او يوازي زه په ريښتيا سره د افغانستان بڼه بدلولي شم ٠اوس زما سره د ناکامۍ هيڅ خبره نشته ، زه دی ته انتظار باسم چه په عمومي انتخاباتو کی بری وموم او افغانستان اوس يوې ښځينه جمهورريسی ته سترګې په لاره دي ٠