<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-21 18:21:58    
د بيجينګ ښاروالي دګرځندو ماشومانو او کوچنيانو اجباري تعليم تامينوي

cri

د چين د کمونست ګوند د بيجينګ د ښاري کميټې د منشي مرستيال لونګ سين مين په دی وروستيو ورځو کی وويل چه د بيجينګ ښار تعليمي منابع بايد د هر ماشوم او کوچني لپاره د درس لوستلو او ودې فرصت برابر کړي ٠ د بيجينګ ښاروالي نه يوازي بايد د درس لوستلو په برخه کي د محلي ماشومانو او کوچنيانو حق تامين کړی ، بلکي بايد د هغو ګرځندو ماشومانو او کوچنيانو لپاره چه په بيجينګ کی ژوند کوي د درس لوستلو مساوي حق برابر کړي ٠

ملګري لونګ سين مين د سپتمبر په ١٦ مه نيټه د بيجينګ ښار د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو د روزنې او ښوونې په غونډه کی وويل چه د وروستيو کلونو راهيسي په بيجينګ ښار کي د ګرځندو ماشومانو او کوچنيانو شمير په بيړه سره زيات شوي او د روان کال تر جولاي پوري يي شمير نژدی ٢ لکه او ٩٠ زرو تنو ته رسيدلی چه له دې جملې نه د بزګري کارګرو اولادونه په سلو کي له اتيا نه اوښتي دي ٠له ګرځندو ماشومانو او کوچنيانو څخه اوس يو لکو ٩٠ زره تنه ماشومان او کوچنيان په دولتي او منظور شويو ملکي منځنيو او ابتدايي ښوونځيو کی ٩ کلن اجباري تعليم مني او نور تقريبأ٩٩ زره تنه ماشومان د بزګري کارګرو د اولادونو په ښوونځيو کي درس لولي٠

د معلوماتو له مخي ، اوس په بيجينګ کي د بزګري کارګرو د اولادونولپاره ٢٩٩ښوونځي شته ، دغه ښوونځي اکثرأ د ښاري او کليوالي سيمو په سرحداتو کي چه زيات ګرځنده وګړي پکي اوسيږي پراته دي او د ښوونځيو شرايط يي په عمومي توګه د بيجينګ ښاروالي له خوا د صادر شويو معيارونو سره زيات توپيرونه لري ٠ تراوسه پوري د بيجينګ ښاروالی ١٣ هغه ښوونځي چه په خاص ډول د بزګري کارګرو اولادونه مني منظور کړي او نور ٢٨ داسي ښوونځي به په روان کال کي منظور کړي ٠ دغه ښوونځي په اساسي توګه د درس ورکولو شرايط لري٠ په راتلونکو کلونو کی د بيجينګ ښار له ګرځندو وګړو څخه دهغو ماشومانو د ارقامو د بدلون له مخي چه تعليمي عمر ته به ورسيږي ، د بيجينګ ښاروالي به لا هم پکار وی په هغو ځايونو کي چه ګڼ شمير ګرځنده وګړي پکي اوسيږي ، د بزګرو کارګرو د اولادونو لپاره څه د پاسه سل نسبتأ ښه شرايط لرونکي ښوونځي وساتي٠ علاوه پر دی ،د بيجينګ ښار د ځينو سيمو او ولسواليو دولتي ښوونځي به هم دګرځندو وګړو اولادونه ومني٠