<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-22 11:02:27    
د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف وويل چی د تفاهم او اعتماد ټينکتياد پاکستان او هند ترمنځ د خبرو اترو لومړنی وظيفه ده.

cri
د سينهوا اژانس د خبر له مخی د پاکستان جمهور رئيس مشرف چی اوس په نيويارک کی د ملګرو ملتو په ٥٩ مه عمومی اسانبله کی حاضر دی د سپتمبر په ٢١ نيټه وويل چی پاکستان او هند بايد تر هر څه لومړی په راتلونکو خبرو اترو کی تفاهم او اعتماد ټينک کړی
مشراف هيله من دی چی ډواړه خواوی د متقابل اعتماد پر بنا په دغو خبرو اترو کی د سولی له لاری د اختلافونو د حل په برخه کی د ديالوګ او همکاری نوی شکل ولټوی .مګر هغه وويل چی د قاره ويشتونکی توغنزی د مسئلې نه پرته به،هغه دهندله صدراعظم منموهان سنګ سره د کشمير په باب خبری ونه کړی
مشرف هغه خبر رد کړ چی د امريکی نماينده د مځګړي په حيث د پاکستان او هند د مشرانو په خبرو اترو کی برخه واخلی،مګر هغه وويل چی د کشمير مسئلې په باب د هند او پاکستان ترمنځ د د اختلافونو د حل د پاره د بين المللی ټولنی احتمالی منځګړيتوب لازم دی.