<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-22 16:25:02    
د بيجنګ په اوسيدونکو ناحيو کې روغتيايي خدمونه

cri

په دي وروستيو کلونو کې د بيجينګ په ډيرو اوسيدونکو ناحيو کې روغتيايي چارې ډيرې چټکې شوي دي ٠ مثلأ په ځينو اوسيدونکو ناحيو کې روغتيايي خدمتي مرکزونه د محلي ځاي د اوسيدونکو سره د روغتيا د ساتنې په باب قراردادونه لاسليک کړي ٠ د قراردادونو سره سم روغتيايي خدمتي مرکزونو ډاکتران د قرارداد لاسليکونکو اوسيدونکو له پاره روغتيايي خدمتونه برابر کړي او د نوموړو اوسيدونکو د کورنيو د غړو د روغتيايي حالت له مخې د دوي له پاره د روغتيا ارشيف جوړ کړي ٠ په دي هکله روغتيايي خدمتي مرکزونه کولي شي چه د نوموړو کورنيو د غړو د بيلا بيلو روغتيايي سويې سره سم دوي ته مساعد خدمتونه برابر کړي ٠ پخوا عمومأ اوسيدونکي که لږ څه ناروغ شي که څه هم دومره سخته نه وي ، خو حتمأ به روغتون ته لاړ شي ، خو اوس دي ته ضرور نه دي ، ځکه د اوسيدونکو ناحيو د روغتيايي خدمتي مرکز ډاکتران هر وخت دناروغتيا په باب د اوسيدونکو اړوندې پوښتنې ته ځواب او خدمت ورکولي شي ٠ بر سيره پر دي د نوموړي مرکز ډاکتران هم کله کله اړوندو کورنيو ته تلفون ورکوي څو چه داړوندو کورنيو د غړو د ورغتيا په باب معلومات ترلاسه کړي ٠ همداشان نوموړي خدمتي مرکز هم د اوسيدونکو دروغتيايي معلوماتو د زياتولو له پاره هره مياشت د ټاکلي وخت سره سم د اوسيدونکو له پاره اړوند غونډه جوړه کوي ٠ اوس په بيجينک کې د اوسيدونکو ناحيو د روغتيايي خدمتي چاري په پرمختيا سره لا زياتو خلکو له دي څخه ګتې اخيستي دي ٠ ډيرو اوسيدونکو په دي هکله وويل چه اوس روغتيايي خدمتي مرکز زمونږ د روغتيا د ساتنې له پاره زياتي مرستې او اسانتيا وي برابري کړي دي ٠