د سين هوا اژانس د خبر له مخی :د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د سپتمبر په ٢٢مه نيټه د م م د ٥٩می عمومی اسامبلی په مباحثه کی له لويديځو لويو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چی د عدالت په چلولو او د تدبيرونو په نيولو سره د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د کشالی په شمول د هغو مسايلو د حل او فصل د پاره چی په اسلامی هيوادونو باندی سخته اغيزه کوی له اسلامی هيوادونو سره مرسته وکړی ، څو چی د لويديځو هيوادونو اود اسلامی هيوادونو تر منځ روابط ښه شی .
مشرف وويل چی اسلامی هيوادونه بايد په دننه کی اجتماعی او اقتصادی اصلاحات وکړی . دغه راز لويديځ لوی هيوادونه بايدپه فعاله توګه د اسلامی هيوادونو د اجتماعی او اقتصادی سعادتمنۍ ملا تړ وکړی اود نړيوالو اختلافاتو په حل او فصل کی دی د اسلامی هيوادونو مساوی مقام تضمين کړی .