د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د پاکستان جمهوررئيس مشرف چی اوس د م م په ٥٩می عمومی اسامبلی کی ګډون لری د سپتمبر په ٢٣مه نيټه څرګنده کړه چی پاکستان به عراق ته پوځ و نه ليږی . مشرف د مطبوعاتی مرکی په ترڅ کی چی په نيويارک کی د م م په مقر کی جوړه شوه وويل چی د پاکستان د اوسنيو او راتلونکو اوضاعو په نظر کی نيولو سره به پاکستان په عراق کی د بهرنيو پوځونو يوه برخه تشکيل نه کړی . هغه وويل چی د عراق د امنيتی مسُلی د حل او فصل په باب ډيره ښه لاره دا ده چی د امريکی او اګليستان پوځونو د وتلو نه وروسته د عراق پوځ د دوی ځای ونيسی .