<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-25 09:53:35    
دهند او پاکستان مشرانو دا ومنله چه په مداومه توګه به د سوله ايزو خبرواترو له لاری د دواړو هيوادونو ترمنځ کشالی ليری کړی

cri

د چين د بين المللی راډيو دخبريا ل د خبر له مخی ، د هند صدراعظم مانموخان سينګ او د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف د سپټمبر په ٢٤ نيټه په نيويارک کی سره ملاقات وکړ او دواړو خواوو دا ومنله چه په مداومه توګه به د سوله ايزو خبرواترو له لاری د دواړو هيوادونو ترمنځ کشالی ليری کړی .

نوموړو دواړو مشرانو د خبرواترو نه وروسته په خپره شوی ګډه اعلاميه کی ويلی چه دواړه خواوی به د سوله ايزو خبرواترو له لاری د کشمير د کشالی د ليری کولو لارې چارې ولټوی او په عين وخت کی به په پرله پسی ډول د باهمی اعتماد د پياوړتيا لپاره هلې ځلی وکړی .

د خبرواترو نه وروسته جمهوررييس مشرف دا هيله څرګنده کړه چه نوموړی خبری اتری به د هند او پاکستان د روابطو انکشاف ته ګټه ورسوی . د هند صدراعظم سينګ وويل چه دا ورځی تاريخی اهميت درلود او د هند او پاکستان روابط يی يوی نوی مرحلی ته رسولی دي .