<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-25 15:05:33    
د څو هيوادونو نظامی کتوونکو د بلنی په اثر د چين د عسکری تمريناتو ننداره وکړه .

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی د سپټمبر په ٢٥نيټه د چين وسله والو قواوو د منځنی چين د خه نان په ولايت کی د اوسپنيز سوک -٢٠٠٤ په نامه عسکری تمرينات سر ته ورسول اوڅوچه له دی لاری په غرنی سيموکی د ګډې جګړې په شرايطو کی د موټوريزو يونټونود عملياتی طاقت معاينه وکړه  . د څو هيوادونو نظامی کتوونکو د بلنی په اثر د چين د عسکری تمريناتو ننداره وکړه .

د خبر له مخی د څه د پاسه ٥٠ کلونو راپديخوا د نوموړو عملياتو پيمانې د کتوونکو هيوادونو د شمير او د خارجی نظامی کتوونکو د درجو له لحاظه د چين د عسکری تمريناتو په تاريخ کی ساری نه درلود. په همدی ورځ د جنوب ختيځی اسيا د هيوادونو د اتحاديی د ٩ غړو هيوادونو ، د شانګهای د همکارۍ د موسسی د ٤ غړو هيوادونو او د پاکستان ، هند او بنګله ديش په شمول د ١٦ هيوادونو له ٦٠تنو نه زياتو نظامی منصبدرانو اوکتوونکی او په چين کی د سفارتونو نظامی افسرانو د نوموړو تمريناتو ننداره وکړه .

د چين د نظامی مقاماتو د اړوندو پرسونلو په قول ، دغه تمريناتو د شاوخواوو هيوادونو له وسله والوقواوو سره د دوستانه همکارۍ د روابطو د ټينګولو لپاره د چين د وسله والو قواوو صادقانه ارزو څرګنده کړی او د چينی او بهرنيو نظامی منصبدرانو لپاره يی يو داسی غوره فرصت هم برابر کړی دی چه يو د بل زده کړه کوی او يو د بل نه ګټه اخلی .