د سينهوا اژانس د خبر له مخی د پاکستان جمهور رئيس پيرويز مشرف چی د م م په عمومی اسامبلی کی حاضر دی د سپتمبر په ٢٤ نيټه د امريکی سی ان ان د شبکی خبريالانو ته وويل چی د عراق د جګړی له امله په نړۍ کی لازيات خطرونه رامنځته شوی دی.د نوموړی جګړی په اثر نه يوازی د تروريزم په ضد جګړه پيچلی شوی بلکه لاسخته شوی ده.
مشرف په عين وخت کی څرګنده کړه چی د القاعدې د سازمان مشر اسامه بن لادن لاهم ژوند دی او ممکنه ده چی د ختيځ افغانستان يا د لويديځ پاکستان په ليری غرنی سيموکی پټ وی.هغه دا خبر ردکړ چی په وروستيو مياشتو کی امريکا پر پاکستان باندی فشار اچولی او له پاکستان څخه بن لادن د توقيف يا وژلوغوښتنه يی کړې ده.