<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-25 17:44:31    
کاشغر ته سفر

cri

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د سينجيانګ د کاشغر ښار په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړو ٠

د سينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې د کاشغر ښار په سينجيانګ کې يو مشهور تجارتي او کلتوري ښار دی ، هغه د سينجيانګ په جنوب کې يو لوي ښار هم دی ، ددې ښار په ښاري سيمه کې يو لک اتيا زره تنه خلک اوسيږي ،٠ کاشغر په ١٩٥٢ کال کې د ښار په سويه ټاکل شوی دی ، دا ښار د سمندري سطحې نه د ١٣٣٥ مترو په جګ ځای کې پروت دی ٠ د سينجيانګ د خلکو په منځ کې يوه اصطلاح دا ده چې وايي هغه څوک چې سينجيانګ ته نه وي تللي نو د چين په پراخوالي نه پوهيږي ، د سينجيانګ جنوب ته نه وي تللي نو هغه د سينجيانګ سره پوره بلديت نه ترلاسه کړای شي ، خو چې کاشغر ښار ته نه وي تللي نو هغه د جنوبي سينجيانګ په ښکلا او اعجاز هم نه پوهيږي ٠ کاشغر تر اوسه پوري څه دپاسه دوه زره کاله تاريخ درلود، په ډيره پخوا کې کاشغر د چين څخه هند ، منځني اسيا ، نژدې ختيځ ، حتی اروپا ته د تګ په لاره کې يو مهم ځای و ، مشهوره وريښمينه لاره له همدې ځايه تيريده ٠ دلته هوا وچه ده اود ورځې او شپې د هوا د تودوخې درجې لوي توپير لري ، د کال د جون نه تر اګيست پوري دا موده د توريستانو دپاره يو طلايي موده ده ، په دې موده کې د هوا د تودوخې منځني درجې ٢٥ سانتي ګراد دی ، په دې سيمه کې اورښت هم لږ دی ، د کال منځني اورښت يوازي ٦١ اعشاريه ملي متره دی ، په دې ځای کې په عمده توګه پمبه کرل کيږي ٠

د کاشغر ښار که څه هم سرحد ته نژدې دی ، خو تجارتي چارې يې پرمختللې دي ، د

ښار د واټونو په دواړو غاړو کې زيات دوکانونه او مارکيټونه پراته دي ، کاشغر د سينجيانګ په جنوب کې په صحرا کې يو شين چمن دی او په پخواني وريښمينه لاره کې يو روښانه څراغ بلل کيده ٠

د کاشغر ښار په مرکز کې يو لوي جومات ولاړ دی چې عيد نوميږي او ددې جومات په مخکې يو ستر ميدان شته چې نوم يې هم عيد دی ٠د عيد لوي جومات د جوړيدو کار په ١٧٩٨ کال کې پيل شو او تر ١٨٣٨ کاله پورې بشپړ شو ٠ ددې جومات د دروازې په دواړو اړخونو کې دوه لوړ برجونه ولاړ دي چې لوړوالی يې له لسو مترو څخه هم زيات دی او د جوماتپه منځ کې يو لوي انګړ شته ، دا انګړ پخپله يو سرخلاص باغ هم دی چې شنې ونې او ګلان پکې ليدل کيږي ٠ په دې جومات کې د لمونځ دپاره شپږ او اوه زره مسلمانان ځاييږي ٠ دا جومات حتی په ټول چين کې له لويو جمع جوماتونو څخه هم ګڼل کيږي ٠

د کاشغر د ښار د ختيذ نه په دريو کيلومترو ليري ځای کې يوه هديره شته چې اباک خوجا نوميږي ٠ دا هديره د ويغوري قوم حصوصيت لرونکي هديره ده ٠ بهرني شکل يې د يوې لويې ماڼۍ په شان ښکاري ، په دې هديره کې د منځني اسيا د مذاپب مبلغ محتوم اجام زوي اجي محمتي يوسف خوجا لومړي زوي الاک خوجا او ددوي د وروستني نسل په شمول حه دپاسه اويا تنه مړي ښخ شوي دي ، له دې جملې څخه يوه مقبره د اباک خوجا د لمسۍ مقبره ده چې خلک ورته د سيانګ فۍ مقبره وايي ، خو په دې مقبره کې د سيانګ فۍ مړي نه دی ښخ شوی او يوازې د سيانګ فۍ کالې پکې وو٠

سيانګ فۍ د ويغوري قوم يوه نجلۍ وه ، ددې کورنۍ د چينګ په امپراطوري

دوره کې يعنی په ١٧٥٥ کال کې په سينجيانګ سيمه کې د ګډوډيو د له منځه وړلو په جګړو کې د چينګ د امپراطوري حکومت د پوځ سره مرسته کړې وه او د ټول چين د وحدت او ملي يووالي د ساتنې دپاره کارنامې ترسره کړې ، د چينګ امپراطور چيان لونګ د سيانګ فۍ کورنۍ ته درنه جايزه ورکړه او ټوله کورنۍ يې بيجنګ ته منتقله شوه او سيانګ فۍ هم د چيان لونګ د امپراطور له خوا امپراطوري دربار ته راوغوښتله او د امپراطور يوه ښځه وشوه ٠ سيانګ فۍ په شاهي ماڼۍ کې ٢٨ کاله تيرکړل او د ١٧٨٨ کال د اپريل په مياشت کې د ناروغۍ له امله مړه شوه او مړي يې د بيجنګ څخه په ليري ځای د چينګ د امپراطوري کورنيو په ختيځه هديره کې ښخ شو٠خو د کاشغر خلک د سيانګ فۍ د کالي مقبرې ته د سيانګ فۍ د مقبرې نوم ورکړ ٠ برسيره پر دې د کاشغر په ښار کې نور ښکلي او د ليدو وړ ځايونه هم موجود دي ، که محترم دوستان سينجيانګ ته لاړشي نو بايد د کاشغر ښار ته هم سفر وکړي او د دې سيمې د ښايسته منظرو سيل وکړي ٠

ګرانو دوستانو همدا اوس مو د سيانجيانګ د کاشغر ښار په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړل